کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۸) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی شهزاد محمدي د نړیوال جام له روانو څخه بهر شوی او د هغه پر ځای بل لوبغاړی لیږل کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو امریکا غږ راډیو ته ویلي، چې شهزاد محمدي د زنګانه پرخه کې ستونزه لري او ډاکټرانو ورته د څو اونیو ارام مشوره ورکړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې شهزاد نور د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نه شي لوبیدلی او د هغه پر ځای به بل ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي خیل لیږل کیږي.
شهزاد محمدي د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په تمریناتي او چمتووالي سیالیو کې یوه سلیزه ووهله، خو له هغې وروسته یې په لوبو کې نه یواځې دا چې ښه توپوهنه یې ونه کړه، بلکې په ویکټ ساتنه کې یې هم ډیرې ستونزې درلودلې.
د کرکټ ډیرو څارونکو او مینه والو پر هغه نیوکې کولې او له کرکټ بورډ یې غوښتل، چې هغه نور کینوی.
افغانستان تر اوسه د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي، اوه نور لوبې یې پاتې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن