د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیکا کې ځینې پروژې نیمګړې او ځینې یې هېڅ کار شوې نه دي، خو پیسې یې اخیستل شوې

پکتیکا کې ځینې پروژې نیمګړې او ځینې یې هېڅ کار شوې نه دي، خو پیسې یې اخیستل شوې

Jun 06, 2019 - 16:32

ښرنه (پژواک، ۱۶ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا خلک او چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې داسې پروژې تطبيق شوې دي چې کارونه يې د کاغذ پر مخ خلاص شوي او يا يې هم ودانۍ نيمايي جوړې شوې دي، خو پيسې يې اخيستل شوې او کارونه يې نيمګړي پاتې دي.

په ورته مهال د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین هم په دې برخه کې شوی فساد مني، خو وايي چې د هغه وخت مسوولین يې بايد ځواب ووایي.

د پکتیکا په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتحاد زاڼکو ښوونځي ته په تېرو کلونو کې ودانۍ جوړه شوې چې قراردادي یې پیسې هم اخیستې، خو چت، دروازې او کړکۍ نه لري او چارې یې په نیمايي کې پاتې دي.

اوس مهال د یاد ښوونځي سلګونه زده کوونکي د زاڼکو کلي په جومات کې زده کړې کوي او د زده کړو لپاره خپله ودانۍ نه لري.

د یادې ولسوالۍ د فاطمة الزهرا د نجونو ښوونځي بنسټګر مولوي عبدالمنان وايي، نږدې لس کاله وړاندې د مکتب ودانۍ د کاغذ پر مخ ورته جوړه شوې، خو آن یوه خښته یې هم نه ده ايښودل شوې.

دى زیاتوي، پر سپینه پاڼه د یاد ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو غوښتنه شوې ده چې احکام پرې ورکړل شوي او پیسې یې هم وتلې دي، خو ودانۍ نشته.

یاد مولوي وايي، د پوهنې په برخه کې هر ډول فساد ولس ته هېڅ د زغملو وړ نه دی، په دې اړه دې جدي څېړنې وشي او فساد کوونکي دې د قانون له مخې په سزا ورسول شي.

د مرکز ښرنې يوه اوسېدونکي جمال الدين الهام پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز ښرنې له پوهنې رياست سره په ۱۰۰ مترۍ کې د علي بابا د لېسې اړوند تعمير چې ۶ کاله وړاندې يې د سلګونه زره ډالرو په ارزښت د جوړولو کارونه پيل شوي و، د نيمايي کار له بشپړولو وروسته يې کارونه په ټپه درېدلي دي.

د ده په خبره، د ياد تعمير قراردادي، بودجه ورکوونکی او د جوړولو شرکت هم نه دى معلوم چې څومره پيسي ايستل شوې دي او کارونه يې په نيمايي کې پاتې دي.

هغه وويل، په ياد تعمير او نورو ولسواليو کې په اړوندو پروژو کې ورته پراخ فساد شوی چې د وخت چارواکي يې پړه په يو بل اچوي.

په ورته مهال د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین هم مني چې په تېرو کلونو کې یو شمېر ښوونځیو ته په جوړو شویو ودانیو کې پراخ فساد شوی او ودانۍ یې نیمګړې پاتې شوې دي، خو په وینا یې چې دا یوه هېواد شموله ستونزه ده او په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۰۰۰ داسې ښوونځي شته چې د ودانیو جوړولو چارې یې په نیمایي کې پاتې شوې دي.

د یاد ریاست تدریسي مرستیال او سرپرست محمد نسیم واجد پژواک ته وویل چې د ۱۳۸۵ او ۱۳۸۶ کلونو ترمنځ د ځينو موسساتو، ډونرانو او قراردادیانو له لوري پکتیکا کې هم یو شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې خو چارې یې نیمګړې پاتې دي چې د ځینو اسناد یې په ریاست کې هم شته.

هغه زیاتوي، د شوي فساد پوښتنه دې د هغه وخت له مسوولینو څخه وشي او هغوی دې په دې اړه ځواب ووایي.

واجد وايي، په دغه ولایت کې د عبدالبابا، نعمانیه او اتحاد زاڼکي ښوونځيو ودانۍ نیمګړې پاتې دي، خو په دې اړه پوره معلومات نه لري چې څومره پیسې یې د قراردادي له لوري وتلې دي.

د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکنی بیا وايي چې په دې اړه معلومات نه لري او دغه پروژې د ۱۳۹۶ کال دي او د هغه وخت له مسوولو چارواکو څخه دې پوښتنه وشي.

دى زیاتوي، دی یواځې د هغې بودجې او پروژو مسوولیت لري چې د ده په وخت کې پکتیکا ته منظورې شوې دي او کولای شي په دې اړه ولس ته هم ځواب ووايي.

بايد وويل شي چې دغه موضوع له دې وړاندې هم څو ځلې رسنیزه شوې، خو د وخت مسوولینو یې پړې یو پر بل اچولې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking