د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د ډالر د ارزښت لوړېدو د هرات ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي

​د ډالر د ارزښت لوړېدو د هرات ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي

Jun 06, 2019 - 12:19

هرات(پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۸): د هرات یو شمېر اوسېدونکي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د کمېدو څخه په اندېښنه وايي، د ډالر د ارزښت لوړېدل د زیاتره هېوادوالو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

 همدا اوس د هرات ښار په بازار کې یو امریکايي ډالر په ۷۹،۵۰ افغانۍ بدلېږي او دغه وضعیت د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.

 د هرات یوه اوسېدونکي سلیم شاه پژواک خبري اژانس ته وویل، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت کمېدل د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو د لوړېدو سبب شوي دي.

 نوموړي زیاته کړه: ((په دې ورځو کې هېڅ شی نه اخیستل کېږي، ځکه هر شی چې بیه کوو د پخوا په پرتله یې بیې ډېر لوړې شوې او نه شو کولای چې ویې پېرو او کور ته تش لاس ستنېږو.))

 دده په خبره، که له پلورونکو څخه پوښتنه وشي ځواب یې دادی چې افغانستان خپل هېڅ تولید نه لري او ټول توکي له بهر څخه په ډالړ وارېدېږي او دوی هم اړ دي چې د یوې اندازې ګټې د ترلاسه کولو لپاره یې وپلوري.

 د هرات ښار بل اوسېدونکي معروف وویل: ((زموږ ټول توکي وارداتي دي، اصلاً صادراتي توکي نه لرو نو له همدې امله بیې د هرې ورځې په تېرېدو لوړېږي.))

 د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو د ارزښت زیاتېدو نه یوازې د هرات ښار اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي بلکې ددغه ولایت صرافان او لاسي پلورونکي هم د ډالرو د ارزښت له لوړېدو شکایت کوي.

 د هرات یوه لاسي پلورونکي صراف نصیر احمد پژواک ته وویل، د ډالر ناڅاپي لوړېدل د بازارونو معادلات ګډوډ کړي دي.

 هغه زیاته کړه: ((په تېرو دوو اوونیو کې د ډالرو بیه ثابته نه ده او صراف هم په بازار کې زړور کار نه شي کولای، ځکه هغه پیسې چې پلوري بېرته په هغه بیه نه شي ترلاسه کولای.))

 د عبدالقدیم په نوم یو بل لاسي پلورونکی صراف هم وايي: ((چارواکي باید د ډالر بیه راټيټه کړي، ځکه ددغه وضعیت دوام موږ در به در کوي او که متوجه وئ دغه بندیز پر ایران نه بلکې پر افغانستان دی.))

 په ورته وخت کې د هرات ښار د صرافانو د ټولنې مسوولین د دولتي او شخصي بانکونو له خوا د ډالرو نه وېش او سیاسي بې ثباتي د افغانۍ پر وړاندې د دالرو د ارزښت د زیاتېدو لاملونه ګڼي.

د هرات د صرافانو ټولنې مرستیال محمدګل محمدي وویل، د ډالر د ارزښت د زیاتېدو یو لامل په هېواد کې سیاسي شخړې دي او خلک د دولت پر پروګرامونو بې باوره کېږي او د اسعارو بازار ته مراجعه کوي، بل عامل یې د لوېديځ زون خصوصي بانکونه دي چې د خلکو لپاره هېڅ اسعار نه وېشي.

 په ورته وخت کې د افغانستان د مرکزي بانک ویاند ایمل هاشور هم وویل: ((د نورو لاملونو لکه د هېواد امنیتي او سیاسي مسایلو تر څنګ په دې وروستیو کې زموږ د ګاونډیانو لکه ایران او پاکستان د پیسو ارزښت هم کم شوی چې پر موږ یې بده اغېزه کړې او د ډالر پر وړاندې یې د افغانۍ ارزښت ټيټ کړی، ځکه موږ له یادو دوو هېوادونو څخه ډېر واردات لرو، همدغه واردات ددې لامل کېږي چې له افغانستان څخه ډالر بهر شي.))

هغه زیاته کړه، ایران او پاکستان د افغانستان عمده اقتصادي شریکان دي او افغانستان هر کال یوازې له ایران څخه د درې میلیارده امریکايي ډالرو او له پاکستان څخه هم د شاوخوا همدې اندازه واردات لرو.))

نوموړي په دې اړه چې لا هم دیادو دوو هېوادونو پیسې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې چلېږي او ممکن ګاونډیان له دغه وضعیته ناوړه ګټه پورته کړي او له افغانستانه ډالر وباسي او ولې یې مخه نه ده نیول شوې؟ داسې ځواب ورکړ: ((بیا هم په ټینګار وایم چې د ډالرو د خارجېدو مخه ځکه نه شو نیولای چې موږ له دغو هېوادونو څخه واردات لرو.))

په ورته وخت کې د هرات د سیاسي چارو شنونکي له هېواد بهر د ډالرو قاچاق د افغانۍ پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د ارزښت د زیاتېدو لامل بولي او ګواښ کوي چې که حکومت د ډالرو د قاچاق مخه ونه نیسي ممکن د ډالرو بیه له دې هم لوړه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement