ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ايراني او ترکي قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی”

“ايراني او ترکي قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی”

author avatar
7 Jun 2019 - 10:48
“ايراني او ترکي قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی”
author avatar
7 Jun 2019 - 10:48

مزارشريف( پژواک،۱۷ غبرګولی ۹۸): په بلخ ولايت کې د قالينو يو شمېر کاروباريان وايي چې ايراني او ترکي قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی دی.

دوی له حکومته غوښتنه لري، چې افغانستان ته پر واردېدونکو ترکي، ايراني او ازبکستاني قالينو ګمرکي تعرفې لوړې کړي؛ څو کور دننه افغاني قالينې ورسره سيالي وکړای شي.

شمال زون کې د قالينو د اتحاديې مسوولين هم وايي چې افغانستان ته د ټيټ کيفيت لرونکو بهرنيو قالينو له راوړلو سره د افغاني قالينو بازار سخته صدمه ليدلې ده.

افغاني قالينې د قالين تولېدوونکو شاوخوا ۸۰ هېوادونو تر منځ د غوره کيفيت له مخې د کتار په سر کې ځای لري؛ خو په کور دننه بيا ترکي او ايراني قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی دی.

شمال زون کې د قالينو د اتحاديې مشر عبدالستار بېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې په جرمني کې د قالينو کلني نندارتون پر مهال چې اتيا هېوادونه په کې ګډون کوي، افغاني قالينې لومړی مقام ګټي.

نوموړي زياته کړه، دمګړۍ امريکايي او اروپايي بازارونو کې د افغاني قالينو مشتريان زيات دي.

د بېکزاد په خبره، افغاني قالينې د کميت، کيفيت او قېمت له اړخه مناسبې دي؛ نو ځکه يې په نړيوالو بازارونو کې اخيستونکي ډېر دي.

نوموړی زياتوي، وروستيو کلونو کې له يو شمېر بهرنيو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو په ښه کېدو سره د افغاني قالينو له توليد سره هم د خلکو علاقه زياته شوې ده.

هغه وويل، يواځې بلخ ولايت کې د قالينو شاوخوا پنځه څلويښت زره مولدين فعاليت کوي.

شمال زون کې د قالينو د اتحاديې مشر نيوکه کوي چې د افغانستان سوداګرۍ او ماليې وزارتونه د قالينو د وضعيت د لا ښه کېدو برخه کې مرسته نه کوي.

نوموړي وويل، له ډېر پخوا راهيسې به افغاني قالينې په ګمرکاتو کې د متر مربع له مخې ګمرک کېدې؛ خو په دې وروستيو کلونو کې ماليې وزارت دغه چاره د وزن له مخې ترسره کوي، چې زيان يې د قالينو کاروباريانو ته رسېږي.

نوموړي له مرکزي ادارې څخه مننه وکړه، چې مزارشريف ښار کې يې ۱۰۰۰ جريبه ځمکه د قالين اوبدلو پارک جوړېدو لپاره ځانګړې کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.