کابل(پژواک، ۱۷ غبرګولى ۹۸): د افغانستان لوى درستيز وايي چې امنيتي ځواکونو له لاسه د وتلو ولسواليو د نيولو او د لويو لارو د امنيت ټينګښت په موخه تعرضي عمليات پيل کړي دي.
لوى درستيز ډګرجنرال بسم الله وزيري نن په کابل کې ديوه خبري کنفرانس پرمهال وويل چې د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ نيول ددغو عملياتو يوه له لاسته راوړنو څخه ده .
د خواجه عمري ولسوالۍ نن له غرمې مخکې امنيتي ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه ونيوله.
اوس مهال د هېواد يو شمېر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په واک کې دي.
وزيري وويل:(( له دې وروسته سر وهو او سنګر نيسو، امنيتي ځواکونو د همدې شعار په اساس تعرضي عمليات پيل کړي او د پلان مطابق يو لوېشت ځمکه هم وسله والو مخالفينو ته نه پرېږدو ، د هغوى په واک کې سيمې تر ازادې کوو او د افغانستان خلکو ته هوسا شرايط برابروو.))
دغه راز نوموړي وويل چې د لويو لارو د امنيت ټينګـښت په موخه هم عمليات جريان لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن