د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"ايراني او ترکي قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی"

"ايراني او ترکي قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی"

Jun 07, 2019 - 10:48

مزارشريف( پژواک،۱۷ غبرګولی ۹۸): په بلخ ولايت کې د قالينو يو شمېر کاروباريان وايي چې ايراني او ترکي قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی دی.

دوی له حکومته غوښتنه لري، چې افغانستان ته پر واردېدونکو ترکي، ايراني او ازبکستاني قالينو ګمرکي تعرفې لوړې کړي؛ څو کور دننه افغاني قالينې ورسره سيالي وکړای شي.

شمال زون کې د قالينو د اتحاديې مسوولين هم وايي چې افغانستان ته د ټيټ کيفيت لرونکو بهرنيو قالينو له راوړلو سره د افغاني قالينو بازار سخته صدمه ليدلې ده.

افغاني قالينې د قالين تولېدوونکو شاوخوا ۸۰ هېوادونو تر منځ د غوره کيفيت له مخې د کتار په سر کې ځای لري؛ خو په کور دننه بيا ترکي او ايراني قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی دی.

شمال زون کې د قالينو د اتحاديې مشر عبدالستار بېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې په جرمني کې د قالينو کلني نندارتون پر مهال چې اتيا هېوادونه په کې ګډون کوي، افغاني قالينې لومړی مقام ګټي.

نوموړي زياته کړه، دمګړۍ امريکايي او اروپايي بازارونو کې د افغاني قالينو مشتريان زيات دي.

د بېکزاد په خبره، افغاني قالينې د کميت، کيفيت او قېمت له اړخه مناسبې دي؛ نو ځکه يې په نړيوالو بازارونو کې اخيستونکي ډېر دي.

نوموړی زياتوي، وروستيو کلونو کې له يو شمېر بهرنيو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو په ښه کېدو سره د افغاني قالينو له توليد سره هم د خلکو علاقه زياته شوې ده.

هغه وويل، يواځې بلخ ولايت کې د قالينو شاوخوا پنځه څلويښت زره مولدين فعاليت کوي.

شمال زون کې د قالينو د اتحاديې مشر نيوکه کوي چې د افغانستان سوداګرۍ او ماليې وزارتونه د قالينو د وضعيت د لا ښه کېدو برخه کې مرسته نه کوي.

نوموړي وويل، له ډېر پخوا راهيسې به افغاني قالينې په ګمرکاتو کې د متر مربع له مخې ګمرک کېدې؛ خو په دې وروستيو کلونو کې ماليې وزارت دغه چاره د وزن له مخې ترسره کوي، چې زيان يې د قالينو کاروباريانو ته رسېږي.

نوموړي له مرکزي ادارې څخه مننه وکړه، چې مزارشريف ښار کې يې ۱۰۰۰ جريبه ځمکه د قالين اوبدلو پارک جوړېدو لپاره ځانګړې کړې ده.

د بېکزاد په خبره، د قالينو صنعت لا ډېر غوړېدل به د دې سبب شي، چې يو شمېر زياتې کډوالې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته ستنې شي او دلته ورته د کار زمينه برابره شي.

شمال کې د قالينو د اتحاديې مشر بيا له بهرنيو هېوادونو لکه ايران، ترکيې او ازبکستان څخه افغانستان ته د ټيټ کيفيت لرونکو قالينو پر واردېدو ژوره اندېښنه ښيي او وايي چې له دې سره په کور دننه د افغاني قالينو بازار خراب شوی دی.

هغه زياته کړه: (( له ترکيې، ايران او ازبکستان څخه ټيټ کيفيت لرونکې قالينې پرته له کوم مشخص څار څخه افغانستان ته راوړل کېږي، دلته يې ټول بازار ځکه نيولی، چې قيمتونه يې ارزانه دي، زموږ د خلکو اقتصادي حالت هم ښه نه دی، کيفيت ته يې نه ګوري، چې ارزانه وي اخلي يې)).

نوموړی زياتوي، که په دې برخه کې حکومت جدي اقدامات ونه کړي؛ نو لرې نه ده چې د افغاني قالينو بازار به له جدي شکست سره مخ شي.

بېکزاد وايي، وضعيت ته په کتو د افغاني قالينو مولدين هم مجبور شي، چې کيفيت راټيټ کړي او زياتوي چې له دې سره به د افغاني قالينو نړيوال اعتبار ته سخته صدمه ورسېږي.

هغه زياته کړه، افغان حکومت بايد يادې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د هغو مواردو مخه دې ونيسي چې له امله يې د افغاني قالينو بازار ته زيان رسېږي.

شمال کې د قالينو د اتحاديې مشر همدا راز وويل، بلخ کې د بهرنيو قالينو بې شمېره راوړلو سره د افغاني قالينو د پلور کچه شاوخوا ۲۰ سلنې ته راټيټه شوې ده.

هغه له سوداګرۍ وزارت څخه هم غوښتنه لري چې د قالينو د صنعت او همدا راز د قالينو د سوداګرو لاسنيوی وکړي.

بشير احمد مزارشريف کې د روضې ختيځ لور ته د قالين فروشۍ دوکان لري.

هغه پژواک ته وويل چې پنځه کاله وړاندې يې په دوکان کې نږدې ۷۰ سلنه وطني قالينې د پلور لپاره ايښې وې؛ خو زياته يې کړه چې دمګړۍ دغه ځای خارجي قالينو نيولی دی.

هغه وويل: (( ډېر وخت داسې هم راغلى، چې موږ له يوې نه تر دوه مياشتو پورې يوه پنځه مترۍ وطني قالينه هم نه ده پلورلې، ځکه خلک يې د اخيستو توان نه لري)).

نوموړي زياته کړه، په ټوله کې د قالينو پلور کم شوی؛ خو په خبره يې چې د بهرنيو قالينو بازار بيا هم څه نا څه ښه دی.

د بشير احمد په وينا، وطني قالينو ته ډېر زيان ايراني او ترکي قالينو ور اړولی دی.

هغه وايي: (( همدا د ايراني او ترکي قالينو له امله ده، چې وطني قالينې څوک نه بيه کوي. له بهره راوړل شوې قالينې د کيفيت له پلوه ډېرې ټيټې دي؛ خو خلک يې ځکه اخلي چې ارزانه دي؛ خو مقابل کې وطني قالينې لوړ کيفيت لري؛ خو خلک يې د لوړ قيمت له امله اخيستی نه شي)).

نوموړي زياته کړه، يوه پنځه مترۍ وطني قالينه شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ قېمت لري؛ خو په مقابل کې يې د يوې ۱۲ مترۍ ايراني قالينې قېمت ۷ زره افغانۍ دی.

د هغه په وينا، په دغسې وضعيت کې افغاني قالينې له بهرنيو هغو سره رقابت نه شي کولای.

نوموړی وايي، افغاني قالينو ته د بازار پيدا کېدو لپاره بايد حکومت پر بهرنيو قالينو د ماليې لوړولو تر څنګ ځينې محدوديتونه هم وضع کړي.

محمد علم د مزارشريف بل اوسېدونکی دی چې په کور کې د قالين اوبدلو دستګاه لري او وطني قالينې بازار ته عرضه کوي.

هغه هم شکايت کوي چې وروستيو کلونو کې يې کاروبار زيان ليدلی دی.

نوموړي پژواک ته وويل، د ده په ګډون يې د کورنۍ درې کسان د قالينې اوبدلو کار کوي؛ خو زياتوي چې چندان ګټه نه ورته پاتې کېږي.

هغه وايي، که حکومت د قالين اوبدونکو لاسنيوی ونه کړي؛ نو وېره شته چې دغه صنعت به له منځه لاړ شي.

محمد علم وويل:(( موږ دوه، درې نفره په درې مياشتو کې يوه تخته قالين په لاس جوړوو، زحمت ورسره باسو؛ خو چې کله يې بازار ته وړاندې کوو؛ نو هغه رانه ايراني او ترکي قالينو نيولی وي)).

هغه هم له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ستونزو ته دې يې رسيدګي وکړي.

په ورته وخت کې بيا د بلخ د صنعت کارانو د اتحاديې مشر سيد طاهر روشن زاده پژواک ته وويل چې که حکومت په دې برخه کې لازم اقدامات ونه کړي؛ نو لرې نه ده چې د افغاني قالينو صنعت به له منځه لاړ شي.

نوموړى د افغاني قالينو بازار ښه کېدو لپاره حکومت ته دوه وړانديزونه لري.

لومړی دا چې په ګمرکونو کې بايد پر خارجي قالينو ګمرکي تعرفه تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي؛ څو هېواد ته د بې کيفيته او ماشيني قالينو د راوړلو مخه ونيول شي.

دويم وړانديز چې روشن زاده يې د حکومت لپاره لري، پر بازار څار کول دي چې د بې کيفيته اقلامو مخنيوی په کې وشي.

هغه زياته کړه، د وطني قالينو مولدين کولای شي چې داسې قالينې توليد کړي؛ څو له بهرنيو قالينو سره رقابت وکړای شي؛ خو په خبره يې چې حکومت بايد په دې برخه کې زمينه سازي وکړي.

له دې سره بلخ ولايت کې د قالينو اوبدونکي او سوداګر له حکومت څخه د ډاډمنې امنيتي فضا رامنځته کېدو غوښتنه هم لري، چې په وينا يې ورسره به د دوی کاروبار هم ښه شي.

د يادو څرګندونو په اړه د بلخ ولايت د سوداګرۍ او صنايعو چارو رييس شېر احمد سپاهي زاده پژواک سره خبرو کې ومنله، چې ترکي او ايراني قالينو د افغاني قالينو بازار خراب کړی دی.

خو هغه ډاډ ورکوي چې دغه رياست هڅه کوي؛ څو افغاني قالينې له شته ناوړه وضعيت څخه راوباسي.

سپاهي زاده زياته کړه، دوی په مزارشريف ښار کې د قالين اوبدونکو لپاره د زر جريبه ځمکې لرونکی ښارګوټی مشخص کړی، چې دې سره ډېر سهولتونه رامنځته شي.

د هغه په وينا، دوی پر بهرنيو قالينو د څار کمېټې هم لري؛ خو زياتوي چې په ځينو سرحدي سيمو کې د دقيق کنټرول نشتوالي له امله په قاچاقي ډول بې کيفيت ايراني قالينې، تار او رنګ افغانستان ته واردېږي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې حکومت د قالينو برخه کې له خصوصي سکتور سره همکار دی او ټول هغه اقدامات به وکړي، چې له امله يې د افغاني قالينو بازار بېرته ښه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking