ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خالد : د سولې هڅې د واک د لیږد په معنی نه دي

خالد : د سولې هڅې د واک د لیږد په معنی نه دي

author avatar
7 Jun 2019 - 22:41
خالد : د سولې هڅې د واک د لیږد په معنی نه دي
author avatar
7 Jun 2019 - 22:41

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۸) : په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي جنرال سکاټ مېلر په هېواد کې د تاوتریخوالي او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کموالي لپاره له هڅو خبر ورکوي.

د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر دغه  څرګندونې د غبرګولي په ۱۶مه، د افغانستان له ملي دفاع وزیر او نورو امنیتي مشرانو سره میدان وردګو ولایت ته د سفر پر مهال کړې دي.

هغه  څرګنده کړې:«فکر کوم چې روژه، دا اختر او لوی اختر موږ ته دا فرصت راکوي چې پوه شو څرنګه ملکي تلفات او تاوتریخوالي کم کړو، په دې ولایت کې له خلکو سره لیدنه ډېره ښه وه فکر کوم چې تاسو ټول باید پر خپلو امنیتي ځواکونو وویاړئ.»

بلخوا د ملي دفاع نوماند وزیر چې د د ناټو پریکنده ملاتړ ماموریت قوماندان سره د میدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی ، ویلي، چې د سولې له هڅو هرکلی کوي، خو هېڅ کله دا هېڅې د واک د لېږد په مانا نه ګڼي.

اسدالله خالد وايي امنیتي ځواکونه په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره جنګېږي.

 هغه زیاته کړې :«موږ ته یو ډول وهم پیدا شوی چې دا سوله د واک لېږد خوا ته ولاړه نه شي، چې موږ هغه ته په هېڅ وجه اجازه نه ورکوو.»

د ملي دفاع نوماند وزیر همداراز وايي په وردګو ولایت کې ناامني د پلازمېنې په وړاندې ګواښ ده او امنیتي ځواکونه به په دې ولایت کې امنیت ټینګ کړي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.