ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک او دولت د پکتيا د اوبورسونې له ادارې ميليونونه افغانۍ پوروړي دي

خلک او دولت د پکتيا د اوبورسونې له ادارې ميليونونه افغانۍ پوروړي دي

author avatar
7 Jun 2019 - 11:14
خلک او دولت د پکتيا د اوبورسونې له ادارې ميليونونه افغانۍ پوروړي دي
author avatar
7 Jun 2019 - 11:14

ګرديز (پژواک، ۱۷غبرګولى ٩٨): د پکتيا د اوبو رسونې ادارې مسوولين شکايت کوي چې پر دولتي ادارو او خلکو يې ميليونونه افغانۍ پور دي چې له امله يې د دوی کارونه ټکني شوي دي.

د يادې ادارې امر برکت منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مقام په ګډون يې نږدې درې ميليونه افغانۍ پر دولتي ادارو او شاوخوا همدومره نورې پر خلکو پاتې دي چې د ځينو يې زياته موده هم کېږي.

منګل وويل چې د پيسو نه لرلو له امله جنراتورونو او خپلو وسايطو ته تېل نه شي پېرلی او نه يوازې دا چې د شبکې د پراختيا لپاره اسانتياوې نه لري، بلکې د شته فعاله شبکې کارونه يې هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

دی وايي: ((که زموږ قرضونه رانه کړل شي، نو موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ کېږو او خصوصاً زموږ د شبکې د درېدو سبب ګرځي.))

برکت منګل د اوبو رسونې ادارې د ودانۍ او د ځينو وسايلو د ساتنې لپاره د ډيپو نه شتون او د شته تشکيل کموالی نورې ستونزې يادوي او وايي چې د څاګانو کېندلو، صفايي او د اوبو د پايپونو تېرولو لپاره يو ايسکواټور ته جدي اړتيا لري.

منګل زياته کړه چې د ګردېز له ښاروالۍ سره د ځينو قراردادونو او کارېزونو جنجال د دوی پر عوايدو ناوړه اغېز کړی دی.

نوموړي وويل: ((د دولتي ادارو له ډلې ځيني درته يادوم چې پر امنيه قوماندان باندې شاوخوا ۵۶۳ زره، په شاروالي باندې ۱.۲ ميليونه، په مهاجرينو، ملي امنيت، حج او اوقافو رياست، مستوفيت او راديو تلويزيون باندې شاوخوا سل زره، په رياست معارف تقريبا دوه لکه، په رياست امور زنان ۶۶ زره، په اقوام قبايل ۵۰۰۰۰، په مخابراتو ۲۵ زره، پر قول اردو ۴۳۷ زره او په مقام ولايت ۱۸۶ زره افغانۍ قرض دي.))

دغه راز د همدې ادارې د مېترونو مدير عبدالفتاح وايي، پر ځينو کسانو له ډېرو مياشتو راهيسې د اوبو د بِل پيسې پاتې دي چې نه يوازې ورسره د پيسو په تحويلولو کې مرسته نه کوي، بلکې ځيني زورواکي ورسره ناوړه چلند کوي او کور ته په ورتګ يې ګواښي.

دی وايي: ((موږ ډېرو کورو ته لس او پنځلس تعرفې ورکړې دي چې کور ته يې ورشو، ښه چلند نه راسره کوي، بدې خبرې هم راته کوي موږ ورته وايو چې دا زموږ وظيفه ده، تاسو بايد موږ ته راغلي وای او پيسې مو راوړې وای؛ ځکه د مياشتې ۲۴۰ افغانۍ خو ډېرې ندي، دومره د مياشتې خلک بيسکټ خوري.))

د ګردېز ښار د اتفاق مېنې اوسېدونکي نوراحمد حيران د خلکو له خوا د اوبو رسولو ادارې ته د اوبو د لګښت بِل نه ورکول ناوړه کار بولي او ټينګار کوي چې که خلک د اوبو پيسې تحويل نه کړي، نو ياده اداره به خدمات څه ډول وړاندې کړي.

حيران پژواک ته وويل: ((د اوبو رسونې شبکې فعاليتونه ښه دي، کورونو ته پر وخت اوبه رسوي، خو د کورونو والا خپلې پيسې پر وخت نه تحويلوي. که موږ له يوې ادارې ښه خدمات غواړو، بايد اول خپلې پيسې ورته تحويل شي.))

د يادو  څرګندونو په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې په تېر اداري مجلس کې يې په دې اړه د ټولو ادارو مسولينو ته سپارښتنه کړې چې هر څه ژر د يادې ادارې د خدماتو پيسې ورته تحويل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.