کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي، د اختر په درېيو ورځو کې سره له دې چې د ٧٠ بريدونو مخه نيول شوې، د دولت د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې٤٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د اختر په درېیو ورځو کې په لوګر، هلمند، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې د وسله والو مخالفينو بریدونو کې ١١ ملکي وګړي وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.
رحيمي د اختر په ورځو کې د دولت د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي چې په دغه موده کې د وسله والو مخالفينو په ٢٣ بريدونو کې له دولتي ځواکونو څخه ١٩ تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دغو درېيو ورځو کې د وسله والو مخالفينو د ٧٠ بريدونو مخه هم نيول شوې ده.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته ويلي چې له دغو ٧٠ بريدونو څخه چې مخه يې نيول شوې، ٣٥ په کابل کې دي.
رحيمې وايي، د ملي امنیت ځواکونو د اختر په دویمه کابل کې یو موټر بم هم نیولی دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن