ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې سږکال پنځه سوه پروژې پلې کيږي

په ننګرهار کې سږکال پنځه سوه پروژې پلې کيږي

author avatar
7 Jun 2019 - 11:09
په ننګرهار کې سږکال پنځه سوه پروژې پلې کيږي
author avatar
7 Jun 2019 - 11:09

جلال اباد (پژواک، ۱۷غبرګولى ۹۸): د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولايت کې د نږدې درې ميليارده افغانيو په لګښت ۵۰۰ رغنيزې پروژې پلې کوي.

دوی وايي،تېر کال يې هم دغه ولايت کې ديو اعشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت ۱۵۰ رغنيزې پروژې پلې کړې وې.

د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيا رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء له پژواک اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې روان کال به دغه ولايت کې د نږدې ۳ ميليارده افغانيو په لګښت د ۵۰۰ په شاوخوا کې پروژې پلې شي.

د نوموړي دمعلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې دښوونځيو ودانۍ، جوماتونه، د سړکونو، استنادي ديوالونو او پلونو رغول، د لمريزې او اوبو برېښنا او د څښاک اوبو شبکو رامځته کول شامل دي.

ضياء زياته کړه، چې روان کال به پنځو ولسوالیو کې د ۴۵۰ ولسي تړون شوراګانو له لارې زرګونه کسانو ته کاري زمينې هم برابرې کړي.

دی وايي:((په دغو پروژو کې تر ټولو مهمه يې د اقراء برنامې له لارې په ننګرهار کې ۲۰۶ ښوونځيو ته د ودانيو جوړول دي چې د ۱۷۰ ودانيو بوديجه ننګرهار ته انتقال شوې او د پاتې نورو به هم راتلونکو څو اوونيو کې انتقال شي.))

د انجنيرضياء په وينا، په لسو سرحدي ولسواليو کې به روان کال د لمريزې برېښنا او دره نور ولسوالۍ کې به د اوبو برېښنا ګڼې شبکې هم رامنځته کړي.

هغه وويل، په مختلفو ولسواليو کې دڅښاک اوبو ۳۰ شبکې جوړېږي چې هره شبکه به ۲۵۰ کورنيو ته اوبه ورکړي او دغه راز په اتو ولسواليو کې د ولسي تړون د ۷۵۵ شوراګانو له لارې هره شورا د ۲۵زره ډالرو په لګښت د اړتيا مطابق رغنيزې چارې ترسره کوي.

دی وايي،په بټي کوټ کې ۱۴، روداتو کې ۱۲ او بهسودو کې ۱۶ کيلومتره سړکونه او دغه راز روداتو کې ۵۱متره اوږد پول هم سږکال رغول کېږي.

د کليو پراختيا رييس دغه راز وايي چې د شينوارو شپږو ولسوالیو او کوټ ولسوالۍ کې به هم سږکال ۲۵بېلابېلې پروژې پلې او دغه راز به ۶۶ جوماتونه هم ورغول شي.

خو ننګرهار مېشتي وايي، د پروژو د تطبيق برخه کې انډول ته پاملرنه نه کېږي او ډېرې پروژې د ښار په شاوخوا څو ولسواليو کې پلې کېږي.

د شينوارو قومي مشر سيد حکيم حقيار پژواک اژانس ته وويل، ننګرهار کې په تېرو اتلسو کلونو کې د ترسره شويو ټولو پروژو کيفيت ته پاملرنه نه ده شوې او دغه راز ولسواليو کې انډول هم نه ساتل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.