ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنسي ځورونه، فیفا د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی مشر پړ وباله

جنسي ځورونه، فیفا د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی مشر پړ وباله

author avatar
8 Jun 2019 - 21:44
جنسي ځورونه، فیفا د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی مشر پړ وباله
author avatar
8 Jun 2019 - 21:44

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۸) : د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د افغانستان فوټبال فدارسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورنې په قضیه کې پړ بللی او پر هغه یې د ټول عمر لپاره بندیز لګولی دی.

د فوټبال یو شمیر ښځینه لوبغاړو تیر کال پر کرام الدین کریم او ځینو نورو چارواکو د جنسي ځورونې تورونه لګولي وو، د افغانستان حکومت هم دا موضوع جدي ونيوله او ولسمشر اشرف غني ددې قضيې د جدي څېړنو امر وکړ، دغه راز لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم په ګډون د فدراسيون د يو شمېر چارواکو دندې ځنډولې وې او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې وې.

داغه راز د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا  هم د کرام الدین کریم دنده ځنډولې وه، پر هغه یې بندیز لګولی او د قضیې یې پلټنه پیل کړې وه.

اوس د فوټبال نړیوال فدراسیون اعلان کړی، چې کرام الدین کریم په یاده قضیه کې پړ پيژندل شوی، د یو میلیون ډالرو جریمې ترڅنګ د ټول عمر لپاره پرې بندیږ لګول شوی دی.

فیفا ویلي، ددوی داخلاقو کمیټې دې نتیجې ته رسیدلي، چې کرام الدین کریم له خپل صلاحیت څخه ناړه استفاده کړې ده.

فیفا ویلي، چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۸ کاله پورې پنځو افغان ښځینه لوبغاړو پر هغه د جنسي ځورونو تورونه لګولي وو.

خو پخپله کرام الدین کریم او دافغانستان فوټبال فدراسیون دا تورونه رد کړي وو.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.