کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې نننۍ ناسته هم د جرګې د غړو د ناسوبتیا له امله په داسې حال کې ترسره نه شوه چې د رییس د ټاکلو پر سر اختلاف تر اوسه هم پر خپل حال پاتې دی او لسګونه تقنیني سندونه د برخلیک ټاکلو لپاره جرګې ته رالېږل شوي دي.
د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته د غويي په ۲۸مه د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویم ځلي ټاکنې ترسره شوې خو د پایلو پر سر یې د جرګې د غړو ترمنځ اختلاف رامنځته شو.
تر اوسه د دغو اختلافونو د حل لپاره درې پلاوي ټاکل شوي دي. دوه پلاوي د یادو اختلافونو پر حل نه دې بریالي شوي او لس کسیز پلاوی چې د غبرګولي په ۱۲مه وټاکل شو تر اوسه د خپل کار پایلې له جرګې سره نه دي شریکې کړې.
ټاکل شوې وه نن یاد لس کسیز پلاوی خپله جوړه کړې طرحه د جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړي خو ناسته د جرګې د اکثریت غړو د ناسوبتیا له امله ترسره نه شوه.
دغه پلاوي د غبرګولي په ۱۲مه د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر د رامنځته شوو اختلافونو د حل لپاره جوړه کړې طرحه د دې جرګې عمومي ناسته ته وړاندې کوله خو هغه ورځ هم د جرګې د زیاترو غړو د نه موجودیت له امله ناسته ترسره نه شوه.
د ولسي جرګې غړي اوس هم د ریاست د موضوع په اړه د نظر اختلاف لري.
د ننګرهار د خلکو استازي میرویس یاسیني نن د ملي شورا په انګړ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د جرګې د غړو ترمنځ رامنځته شوي اختلافات د ملت او دولت په ګټه ونه بلل او ویې ویل، د روانې اوونۍ په دوشنبه به یو ځل بیا د ټاکنو د ورځې انځوریز ارشیف وڅېړل شي څو اختلافونه پای ته ورسېږي.
خو په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي خان اغا رضايي له جزئیاتو پرته وویل: ((ارشیف څېړل شوی، ټول د قانون تابع دي او که موږ قانون او اصولو ته احترام ولرو ستونزه حل کېږي.))
خو رمضان بشردوست هم د شورا په تالار کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د کوم کس له نوم اخیستو پرته وویل، د جرګې یو شمېر غړي د خپلو شخصي ګټو لپاره ولسي جرګه برامته نیولې ده.
هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې غړي هره ورځ یوازې د معاش له لارې یو نیم میلیون افغانۍ ترلاسه کوي او څو چې د ولسي جرګې غړي خپل اختلافات حل نه کړي باید معاشونه یې قطع شي.
بشردوست له خلکو وغوښتل چې په ولسي جرګه کې د رامنځته شوو ستونزو د حل لپاره چوپ پاتې نه شي، او اجازه دې نه ورکوي چې څو محدود کسان د خلکو او دې جرګې راتلونکی برخلیک د قوم، ګوند او نورو لپاره برمته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن