جلال اباد (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٨): د سېلاب قول اردو وايي چې د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوى دى.
د دې قول اردو له خوا د غبرګولي په ١٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو تېره ورځ په غازي اباد ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
سرچينې زياته کړې چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا د درېیم کنډک منسوبينو په سيمه کې د طالبانو بريدونه پر شا وتمبول او هغوى ته يې مرګ ژوبله واړوله.
قول اردو وايي چې په وژل شوو کې د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ضعيفان الله او د هغه يو وسله وال هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې نښته کې سرتېرو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
بلخوا سېلاب قول اردو ويلي چې د ننګرهار په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د داعش ډلې دوه وسله وال وژل شوي او درې قچر یې هم له منځه تللي دي.
داعش او طالب ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن