لښکرګاه (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٨): د سولې ولسي حرکت غړي وايي چې له وسله والو طالبانو سره يې په هېواد کې د اوربند، سولې او د امريکايانو پر وتلو خبرې کړې دي.
شاوخوا لس ورځې مخکې د سولې ولسي حرکت غړو د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د دغه ولايت د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ولسوالۍ موسى کلا ته پلى حرکت پيل کړ.
د کاروان غړي يادې ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم د وسله والو طالبانو له لوري ونيول شول او نا معلوم ځاى ته انتقال شول خو طالبانو پرون بېرته را خوشي کړل.
د دغه حرکت مشر اقبال خيبر د غبرګولي په ١٨مه په مرکز لښکرګاه کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له تېر يو کال راهيسې په بېلابېلو سيمو کې دوى هڅې کولې څو د سولې په تړاو له طالبانو سره خبرې وکړي.
هغه زياتوي چې د تېر اختر په درېيمه يې وکولاى شول په موسى کلا ولسوالۍ کې له طالبانو سره خبرې وکړي.
ده وويل چې له طالبانو سره دوی د اوربند، سولې، د امريکايانو پر وتلو او د سولې ولسي حرکت د فعاليتونو په تړاو خبرې وکړې خو د طالبانو ځواب يې تر اوسه نه دى ترلاسه کړى.
نوموړي زیاته کړه: ((د طالبانو په اړه د خلکو ذهنيتونه تر اوسه نه دي جوړ، طالبانو له موږ سره سم چلند وکړ، ښه مېلمه پالنه يې وکړه، موږ هم کوښښ کوو چې د طالبانو په اړه د خلکو ذهنيتونه جوړ کړو.))
دغه راز د دغه حرکت بل غړي غلام سرور غفاري وويل: ((کله مو چې له طالبانو سره خبرې وکړې، نو موږ پر دې يقيني شوو چې طالبان هم سوله غواړي.))
د نوموړي په وينا، موسى کلا ولسوالۍ ته د سولې ولسي حرکت غړو سفر دا وښوده چې د دغه حرکت غړي په هېچا پورې نه ده تړلې او يواځې د سولې لپاره هلې ځلې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن