ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې د انسان تښتوونکو یو ډلمشر وژل شوی

فاریاب کې د انسان تښتوونکو یو ډلمشر وژل شوی

author avatar
8 Jun 2019 - 13:44
فاریاب کې د انسان تښتوونکو یو ډلمشر وژل شوی
author avatar
8 Jun 2019 - 13:44

میمنه (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۸): امنیتي سرتېرو په فاریاب ولایت کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې مشر چې څلور ښځې یې د ځورونې په موخه اختطاف کړې وې، وژلی او د هغه څلور شریکان یې نیولي دي.

یادې سرچینې ویلي، ذکرالله ډېر خطرناک وسله وال غل، قاتل او د خلکو پر ناموس تېری کوونکی و چې تېر مازدیګر څلور بجې په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو له خوا ووژل شو.

د فاریاب امنیه قوماندان جنرال غیب الله سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ماسپښین مې چې کله راپور ترلاسه کړ چې ذاکرالله څلور ښځې له اختطاف وروسته په خپل کور کې پټې کړې، د نوموړي د نیولو اقدام مې وکړ او یاد کس له پولیسو سره تر مقاومت وروسته ووژل شو.

هغه د دې په روښانولو چې دغه عملیات د والي په امر ترسره شوي زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې د سړي تښتوونکو د یوې ډلې مشر ذکرالله وژل شوی او د نوموړي څلور شریکان له وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق پژواک ته وویل: ((د سیمې اوسېدونکو ما ته خبر راکړ چې ذکرالله نن څلور ښځې اختطاف کړې او ځورولې دي، کله چې خبر شوم امنیتي سرتېرو ته مې د نوموړي د نیولو امر وکړ.))

د سبز سیمې ارباب حبیب الله وايي، ذکرالله یو مسلکي غل او قاتل و چې دوه کاله مخکې یې د پښتونکوټ ولسوالۍ د پراختیايي شورا رییس بابر نفیر زاده د میمنې ښار په داخل کې په ‌‌ډزو ووژلو او تر اوسه هېڅوک بریالي نه شول چې نوموړی ونیسي.

د بابر نفیرزاده زوی سنجر نفیرزاده وايي: ((ذکر الله تر اوسه هر ډول جنایت ترسره کړی و، او ان زما پلار یې ووژلو، صبر مې وکړ او الله ج ته تر سپارلو پرته مې یې بله چاره نه لرله، ځکه هېچا د نوموړي د نیولو هڅه نه وه کړې، خو نن یې چې څلور ښځې له سړکه ښکته کړې او کورته یې یوړې د سیمې اوسېدونکو والي او امنیه قوماندان ته خبر ورکړ تر دې چې نابود شو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.