ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د محمد اغې خلکو د امنیتي پوستو له خوا د ستونزو په غبرګون کې اته ښوونځي تړلي

د لوګر د محمد اغې خلکو د امنیتي پوستو له خوا د ستونزو په غبرګون کې اته ښوونځي تړلي

author avatar
9 Jun 2019 - 13:45
د لوګر د محمد اغې خلکو د امنیتي پوستو له خوا د ستونزو په غبرګون کې اته ښوونځي تړلي
author avatar
9 Jun 2019 - 13:45

پل علم (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٨): د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو په خپلو سيمو کې د امنيتي پوستو د شتون په غبرګون کې د اتو ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې دي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون راهيسې د محمد اغې ولسوالۍ د دهنو په سيمه کې د هلکانو او نجونو اته ښوونځي تړل شوي دي.

ده زياته کړه: ((له تېر کال راهيسې د دهنو په سيمه کې پاڅونوالو پوستې جوړې کړې، خلک شکايت کوي چې پاڅوانوال يې ځوروي، نو ځکه يې اعتراض کړى او د پوستو د لرې کېدو غوښتنه کوي.))

د عرب د معلوماتو له مخې، په تړل شوو  ښوونځيو کې د دهنو د هلکانو لېسه، د دهنو د نجونو لېسه، د تنګي دهنو د هلکانو منځنى ښوونځى، د دهنو د نجونو منځنى ښوونځى، د رحم اباد د هلکانو منځنى ښوونځى، د رحم اباد د نجونو منځنى ښوونځى، د ملالۍ د نجونو منځنى ښونځى او د واغجان د هلکانو لومړنى ښونځى شامل دي.

د هغه په وينا، په دغو ښوونځيو کې د پنځو زرو نجونو په ګډون ١٢زره زده کوونکي زده کړې کوي چې له تېرې ورځې راهيسې يې د ښوونځيو دروازې بندې دي.

دغه راز د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي پژواک ته وويل چې د دهنو سيمې خلکو خپل ښوونځي تړلي دي.

ولسوال وايي: ((د دې کار تر شا د طالبانو لاس دى، طالبانو خلک هڅولي، خلک يې ګواښلي چې خپل ښوونځي وتړي او د پوستو د لرې کولو غوښتنه وکړي.))

د عبيدي په وينا، په دهنو سيمه کې د پاڅونوالو پوستو د امنيت په ټينګښت کې مهم رول ادا کړى دى.

خو بل لور ته د دهنو سيمې اوسېدونکي ملک عبدالله پژواک ته وويل چې حکومت د کورونو په منځ کې پوستې جوړې کړې دي.

دى وايي: ((له دې پوستو څخه موږ په تنګ يو، خلکو ته مشکلات جوړوي او هم طالبان پرې حملې کوي چې بيا عامو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.))

ملک عبدالله څرګنده کړه تر هغه چې دغه امنيتي پوستې له دې سيمې نه وي لرې شوې، ښوونځي به د زده کوونکو پر مخ تړلي وي.

د يادونې ده، دا مهال په محمد اغې ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو ٦٠ ښوونځي دي چې څه باندې ٦٠ زره تنه په کې زده کړې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.