ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا د ځاځي اریوب خلک په روغتیايي مرکزونو کې له فساده شکایت کوي

د پکتیا د ځاځي اریوب خلک په روغتیايي مرکزونو کې له فساده شکایت کوي

author avatar
9 Jun 2019 - 16:20
د پکتیا د ځاځي اریوب خلک په روغتیايي مرکزونو کې له فساده شکایت کوي
author avatar
9 Jun 2019 - 16:20

ګرديز(پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٨): د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالي اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې ولسوالۍ کې شته روغتیايي مرکزونه دوی ته کافي خدمات نه شي وړاندې کولی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دې برخې پیاوړتیا لپاره اقدام وکړي.

دوی وايي چې د روغتيايي مرکزونو د لرې والي او لارو د خرابي له امله يې ځيني وخت ناروغان په لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.

د يادې ولسوالۍ د علي خېلو کلي اوسېدونکي اقبال د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالي مرکزي روغتون ته ورکول کېدونکي درمل په پوره ډول ناروغانو ته نه ورکول کېږي او يوه برخه يې په بازار کې پلورل کېږي.

نوموړی واييؤ په روغتون او نورو کلينيکونو کې د ځينو روغتيايي کارکوونکو انحصاري ډله جوړه شوې چې د دوی د کړنو مخالف ډاکتر يا بل چا ته د دندې ترسره کولو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ده وويل: ((کوم ښه جراح او پرهېزګار سړی راشي، هغه ته د روغتون والا دسيسې جوړوي چې له مخې يې لرې کړي او د دوی غلاوو ته لاره هواره وي.))

دغه راز د ځاځي اريوب د شِـشتې اوسېدونکی عرب الدين وايي چې ډاکټران پر ټاکلي وخت روغتون او د ناروغانو درملنې ته نه حاضرېږي، د ځينو برخو لپاره د اړينو وسايلو د نشتوالي له امله د ناروغانو درملنه نه کېږي او دوی اړ دي چې خپل ناروغ مرکز ګردېز ته ولېږدوي.

نوموړي وويل: ((کوم ښه ډاکټر وي، هغه څوک پرېږدي نهؤ که مړ کېږې هم سرې ګولۍ درکوي او که رک روغ يې هم هغه سرې ته ګولۍ درکوي. د مريضانو علاج نه کوي، د نسايي ولادي تکلیف چې وي يا په لاره کې تلف کېږي او يا يې ګردېز ته وړي.))

همدارنګه حاجي علي خان له مسوولو ادارو غواړي چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ ګڼ نفوس او اړتيا ته په کتو په دې سيمه کې روغتيايي مرکزونه او اسانتياوې زياتې کړي.

خان وايي: ((دوا چې راشي، په بازار کې خرڅېږي، مريضانو ته ولا که رسېږي. که موږ خپل ملت بولي ښه ډاکټران دې راشي او ښه شفاخانه دې راته جوړ کړي.))

بل لور ته د ځاځي اريوب ولسوالۍ د دېرش بستريز روغتون مشر ډاکټر محمدايوب اريوبي وايي چې دغه روغتون ته هره ورځ په منځني ډول د بېلابېلو برخو درې سوه ناروغان مراجعه کوي.

اريوبي د درملو د پلور تورونه ردوي وايي او شکايت کوي چې درمل ورته پوره او پر خپل وخت نه رسېږي.

نوموړي وويل: ((د دوا مشکلات شته يا کمه راځي يا پر وخت نه راځي، دا واقعيت دی، څومره چې زموږ نفوس دی، دوا نه بس کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.