ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لویې څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مخکني رییس د نیولو حکم صادر کړ

لویې څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مخکني رییس د نیولو حکم صادر کړ

author avatar
9 Jun 2019 - 16:13
لویې څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مخکني رییس د نیولو حکم صادر کړ
author avatar
9 Jun 2019 - 16:13

 

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولی ٩٨ ): لویه څارنوالي وايي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مخکني رییس کرام الدین کریم  د نیولو حکم یې صادر کړی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وویل، دغه تصمیم یې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مخکني رییس په اړه د فیفا د اخلاقي کمېټې له اعلان وروسته نیولی دی.

په ورته وخت کې د فیفا اخلاقي کمېټې هم ویلي چې کرام الدین د ښځينه فوټبالرانو د جنسي ځورنې په تور د تل لپاره له داخلي او بهرنیو ورزشي فعالیتونو محروم شوی او باید یو میلیون امریکايي ډالر د جریمې په توګه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ګارډین ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر ځینو مسوولینو د ښځینه فوټبال د ملي ټېم له غړو پر جنسي ناوړه ګټه اخیستو تورن کړل او ددغه تورونو په دوام د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) او د افغانستان لویې څارنوالۍ څېړنې پیل کړې.

لویې څارنوالۍ د څېړنو په پیل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کریم، د هغه د مرستیال محمد یوسف کارګر، د جنرال سکرتر علی رضا اقازاده، د دروازه ساتونکود مسوول او د فوټبال فدراسیون له ولایتي څانګو سره د اړیکو د مسوول دندې وځنډولې او د فدراسیون له مرستیال پرته یې ټول ممنوع الخروج اعلان کړ.

خو د افغانستان فوټبال فدراسیون د افغان نجونو د فوټبال ملي ټېم د غړو د جنسي ځورونې راپورونه رد کړل او ویلي يې و، دغه تورونه د افغان ښځینه لوبغاړو د اسلامي حجاب د له منځه وړلو لپاره پر مسوولینو پورې شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.