ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په واشیر کې ۱۱ طالبان وژل شوي

د هلمند په واشیر کې ۱۱ طالبان وژل شوي

author avatar
9 Jun 2019 - 14:13
د هلمند په واشیر کې ۱۱ طالبان وژل شوي
author avatar
9 Jun 2019 - 14:13

لښکرګاه (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٨): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په واشير ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١١ وسله وال طالبان وژل شوي، اووه ټپيان شوي او شپږ نور نيول شوي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د هوايي ځواک په ملتيا په واشير ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو عمليات کړي دي.

د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو پر مهال ١١ وسله وال طالبان وژل شوي، اووه ټپيان شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.

د بهادرزي په خبره چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر سيمې هم له طالبانو نيول شوې دي.

دغه راز د واشير ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله په مرکز لښکرګاه کې پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په واشير کې جګړې روانې دي.

دى وايي: ((د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم خو کله چې يو نيم کس موږ سره اړيکه کوي، نو وايي چې جګړې شته او طيارې هم بمونه غورځوي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.