د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتیا د ځاځي اریوب خلک په روغتیايي مرکزونو کې له فساده شکایت کوي

د پکتیا د ځاځي اریوب خلک په روغتیايي مرکزونو کې له فساده شکایت کوي

Jun 09, 2019 - 16:20

ګرديز(پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٨): د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالي اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې ولسوالۍ کې شته روغتیايي مرکزونه دوی ته کافي خدمات نه شي وړاندې کولی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دې برخې پیاوړتیا لپاره اقدام وکړي.

دوی وايي چې د روغتيايي مرکزونو د لرې والي او لارو د خرابي له امله يې ځيني وخت ناروغان په لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.

د يادې ولسوالۍ د علي خېلو کلي اوسېدونکي اقبال د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالي مرکزي روغتون ته ورکول کېدونکي درمل په پوره ډول ناروغانو ته نه ورکول کېږي او يوه برخه يې په بازار کې پلورل کېږي.

نوموړی واييؤ په روغتون او نورو کلينيکونو کې د ځينو روغتيايي کارکوونکو انحصاري ډله جوړه شوې چې د دوی د کړنو مخالف ډاکتر يا بل چا ته د دندې ترسره کولو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ده وويل: ((کوم ښه جراح او پرهېزګار سړی راشي، هغه ته د روغتون والا دسيسې جوړوي چې له مخې يې لرې کړي او د دوی غلاوو ته لاره هواره وي.))

دغه راز د ځاځي اريوب د شِـشتې اوسېدونکی عرب الدين وايي چې ډاکټران پر ټاکلي وخت روغتون او د ناروغانو درملنې ته نه حاضرېږي، د ځينو برخو لپاره د اړينو وسايلو د نشتوالي له امله د ناروغانو درملنه نه کېږي او دوی اړ دي چې خپل ناروغ مرکز ګردېز ته ولېږدوي.

نوموړي وويل: ((کوم ښه ډاکټر وي، هغه څوک پرېږدي نهؤ که مړ کېږې هم سرې ګولۍ درکوي او که رک روغ يې هم هغه سرې ته ګولۍ درکوي. د مريضانو علاج نه کوي، د نسايي ولادي تکلیف چې وي يا په لاره کې تلف کېږي او يا يې ګردېز ته وړي.))

همدارنګه حاجي علي خان له مسوولو ادارو غواړي چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ ګڼ نفوس او اړتيا ته په کتو په دې سيمه کې روغتيايي مرکزونه او اسانتياوې زياتې کړي.

خان وايي: ((دوا چې راشي، په بازار کې خرڅېږي، مريضانو ته ولا که رسېږي. که موږ خپل ملت بولي ښه ډاکټران دې راشي او ښه شفاخانه دې راته جوړ کړي.))

بل لور ته د ځاځي اريوب ولسوالۍ د دېرش بستريز روغتون مشر ډاکټر محمدايوب اريوبي وايي چې دغه روغتون ته هره ورځ په منځني ډول د بېلابېلو برخو درې سوه ناروغان مراجعه کوي.

اريوبي د درملو د پلور تورونه ردوي وايي او شکايت کوي چې درمل ورته پوره او پر خپل وخت نه رسېږي.

نوموړي وويل: ((د دوا مشکلات شته يا کمه راځي يا پر وخت نه راځي، دا واقعيت دی، څومره چې زموږ نفوس دی، دوا نه بس کېږي.))

همدرانګه د ځاځي اريوب ولسوال کفتان اخلاص پژواک ته وويل چې اوسمهال په دې ولسوالي کې يو روغتون او څلور کلينيکونه شته، خو په خبره يې د خلکو نفوس ته په کتو بسنه نه کوي.

اخلاص وايي، پوره هڅه کېږي چې د شته امکاناتو په مټ خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي، خو په خبره يې شته روغتيايي مرکزونه او درمل ټول خلک تر پوښـښ لاندې نشي راوستی.

نوموړي زياته کړه: ((اريوب ډېره ګڼ مېشته ولسوالي ده، شاوخوا درې لکه نفوس دلته ژوند کوي. دغه دېرش بستريزه شفاخانه، کلينيکونه او دوه امبولانسونه دوی ته بسنه نکوي، نور د خدماتو په وړاندې کولو يا د ډاکټرانو په غير حاضري کې شکايت نشته.))

د هغه په وينا، دغه ستونزه يې په مرکز ګردېز کې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې او هغوی ورسره د حل په برخه کې ژمنې کړي دي.

ځاځي اريوب د پکتيا يوه لويه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده چې له مرکز ګردېز څخه شاوخوا اتيا کيلو متره لرې ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement