ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهزاد: روغ جوړ یم، نه پوهیږم، ولې له لوبډلې وویستل شوم

شهزاد: روغ جوړ یم، نه پوهیږم، ولې له لوبډلې وویستل شوم

author avatar
9 Jun 2019 - 21:06
شهزاد: روغ جوړ یم، نه پوهیږم، ولې له لوبډلې وویستل شوم
author avatar
9 Jun 2019 - 21:06

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۸) : د کرکټ ملي لوبغاړی شهزاد محمدي وایي، چې روغ جوړ دی، نه پوهیږي، چې ولې د مسوولینو لخوا ناروغ اعلان او له نړیوال جام څخه وویستل شو.

خو د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې شهزاد په زنګانه کې د ستونزو له امله د ډاکټرانو په سپارښتنه له نړیوال جام څخه ویستل شوی دی ، او په دې اړه یې اسناد هم خپاره کړي دي.

شهزاد محمدي چې د نړیوال جام لپاره اعلان شوې ملي لوبډله کې شامل کړی شو، د نړیوال جام سیالیو په لومړیو دوو لوبو کې د اسټرالیا او سریلانکا پر ضد لوبو کې  د ملي لوبډلې برخه و، خو چندانې لوبه یې ونه کړه.

د نیوزیلنډ لخوا تر لوبې درې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ لخوا اعلان وشو، چې شهزاد په زنګانه کې ستونزه لري، نوره لوبه نه شي کولی او د هغه پر ځای اکرام علي خېل یې لوبډله کې شامل کړ.

شهزاد نن د غبرګولي په ۱۹مه، تر غرمې وروسته کابل ته ورسید، هغه په هوایي ډګر کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې روغ جوړ دی، لوبه کولی شي، نه پوهیږي د کرکټ بورډ لخوا ولې ناروغ اعلان شوی دی.

هغه زیاته کړه : ” زه له دي هر څع نه وم خبر، خپل تمرینات مې کول، له وروستۍ لوبې درې ورځې مخکې مې تمرینات کول، بیټنګ فیلډنګ کیپنګ مې کولو، کله چې تمرنیات خلاص شول، موټر ته وختلم، نو موبایل مې خلاص کړو، او د ای سي سي له اعلان څخه خبر شوم، چې زه کرکټ بورډ ان فټ اعلان کړی یم. “

شهزاد وایي، ژر یې د لوبډلې له ډاکټر څخه پوښتنه وکړه، هغه خبر نه و، ویل یې له منیجر څخه وپوښته، منیجر ته مې وویل، هغه وویل چې اوس موبایل بند کړه، بیا خبرې کوو.

د پاکستان پر وړاندې د تمریناتي لوبې پر مهال د ټپي کیدو په اړه شهزاد وایي، چې د منډې ترسره کولو پر مهال یې په زنګانه کې ستونزه پیدا شوه، دا درد پخوا هم و، خو بیا ښه شوی و، لږه شیبه وروسته یې درد زیات شو او له میدان څخه ووتلو.

هغه زیاتوي : ” ډاکټر ته ولاړم، له زنګانه یې اوبه وویستې، نورې اوبه یې واچولې، ګولۍ یې راکړه ویل یې درې ورځې ارام وکړه، نور روغ جوړ یې خپله لوبه کوه. “

شهزاد د خبریالانو د بار بار پوښتنو په خواب کې وویل، چې روغ جوړ دی، کولی شي سبا په کابل کې د کرکټ هر ډول لوبه وکړي.

دی وایي : ” زه نه یم خبر څه خبره ده، زه له دوی پوښتنه کوم، چې څه خبره ده، زما له چا سره مشکل نشته، اصغر هم روغ جوړ دی، خو نه لوبول کیږي، چې اصغر نه لوبوي، نو ما خو حتماً نه لوبوي.”

هغه د اصغر ستاینه وکړه، چې ښه کپتان و، که پخپله ښه لوبیدو او که نه، خو ټیم یې  متحد کړی و، د لوبغاړو ټولو ستونزو ته یې پاملرنه کوله او ستونزې یې هوارولې.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نوي لوبډل مشر ګلبدین نایب رویه بدله شوې.

شهزاد وایي : ” کله چې ان فټ اعلان شوم،ولاړم ګلبدین سره کیناستم، ما ولیدل چې د کپتانۍ څومره زور او نشه وي، ما ورته ډیرې زارۍ وکړې، زه روغ جوړ یم، هغه نه منل ویل چې میدان کې روغ نه ښکارې،  نورې نیوکې یې کولې لکه د روزونکي په څیر. ”  

هغه وایي چې هیواد پرې ډیر حق لري، دوی هم ډیرې سختې ګاللې او دې ځای ته رسیدلي دی، د پلار جنازې ته رانغی، کورنۍ او ماشومانو ته یې وخت نه دی ورکړی، دې لپاره چې د هیواد خدمت وکړي.

د شهزاد په وینا، د ۲۰۱۵ نړیوال جام څخه هم د یوې دسیسې له مخې وویستل شو او اوس یو خل بیا ورته دسیسه جوړه شوه.

ده زیاته کړه : ” چاچې ویستی یم،  الله دې تباه او برباد کړي او اوس چې چا لرې کړی یم، خدای دې وشرموی. “

هغه وایي، نه ښکاري، له دې وروسته بیا لوبه وکړي، د هر لوبغاړي خوب وی، چې نړیوال جام کې ولوبیږي، خو اوس یې یو ځل بیا ووستلو.

دی وایي : ” زه چاپلوسي نه کوم، خپله لوبه کوم، د چا کیسه کې نه یم، ځکه د خلکو نه خوښیږم. زه په ټیم کې پخپله وړتیا کې وم. “

شهزاد وویل، چې له ملګرو ،  د کورنۍ له مشرانو  او لوبغاړو سره تر مشورې وروسته خپل راتلونکي پلانونه اعلانوي، خو فکر نه کوي، چې بیا دې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.