لښکرګاه (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٨): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو موټر د اوبو ډنډ ته لوېدلی چې له امله يې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د ګرشک ولسوال مولاداد توبه ګار د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګرشک په اوپاشک په سيمه کې نن سهار شاوخوا اووه بجې د ملکي وګړو موټر د اوبو یوه ډنډ ته لوېدلې دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور ماشومان او دوه سړي مړه شوي او يو ماشوم او څلور ښځې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغه خلک واده تللي وو او له واده څخه بېرته را ستنېدل چې موټر يې د اوبو ډنډ ته لوېدلی دى.))
بل لور ته د هلمند والي محمد ياسين خان هم پر دې پېښې خواشيني ښودلې او اړوندو مسوولينو ته يې لارښوونه کړې چې د جسدونو انتقال او د ټپيانو درملنې ته جدي پاملرنه وکړي.
د يادونې ده، ډېری مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن