د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګلبدين: د افغانستان تر راتلونکې لوبې به د راشد خان روغتیا ښه شي

ګلبدين: د افغانستان تر راتلونکې لوبې به د راشد خان روغتیا ښه شي

Jun 09, 2019 - 16:17

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر ګلبدين نايب وايي چې د راشد خان روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى او په راتلونکې لوبه کې به ولوبېږي.

راشد خان پرون په انګلستان کې د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې د نيوزيلينډ پر خلاف چې کله توپوهنې ته راووت، نو يو توپ يې پر سر ولګېد چې له امله يې هغه ته ستونزه پيدا شوه او بيا يې بالينګ يا توپ اچونه هم ونه کړه، دغه لوبه نيوزيلنډ پر اوو لوبغاړو وګټله.

افغان لوبډلمشر ګلبدين نايب ويلي، د راشد خان روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى او هغه به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د راتلونکې شنبې په ورځ خپله څلورمه لوبه له سوېلي افريقې سره ترسره کړي.

ګلبدين ويلي: ((پرون ډاکټرانو ورته ويلي وو چې بالينګ ونه کړي، خو اوس هغه ښه دى، تر بلې لوبې پورې ډېرې ورځې شته، تر هغې پورې به روغ شي.))

د هغه په وينا، د راشد خان ځيني نور معاينات هم کېږي څو بشپړه روغتيا ترلاسه کړي.

نوموړى وايي چې لوبغاړي پياوړي دي او راشد خان ته وړه ستونزه پيدا شوې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement