ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین پکتیا او لوګر کې د ۲۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي مسوولین پکتیا او لوګر کې د ۲۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
10 Jun 2019 - 11:48
امنیتي مسوولین پکتیا او لوګر کې د ۲۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
10 Jun 2019 - 11:48

ګردېز- پل علم (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په پکتيا او لوګر ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو عملياتو پر مهال ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د تندر قول اردو د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو امر ډګرمن محمد فاروق د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان او بهرنيو ځواکونو تېره شپه د زرمت ولسوالۍ د سهاکو، حيدري کلا او پاټک په سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ډګرمن محمد فاروق په وينا، د همدغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو يو زيکو يو او يو فیلډر موټر هم له منځه وړل شوي دي.

همدارنګه د زرمت ولسوالۍ د حيدري کلا اوسېدونکي محمد يوسف پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې امريکايانو بمبار کړى خو معلومه نه ده چې څوک په کې وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اړوښتې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د څرخ ولسوالۍ په نوښار سيمه کې عمليات کړي چې په ترڅ کې یې نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه طالبان په دې سيمه کې پر تخريبي اعمالو بوخت وو چې وژل شوي دي او له دې وروسته به دغه سيمه امن شي.))

احمدزي ډاډ ورکړ چې په دغو عملياتو کې افغان، بهرنيو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د اړوندې موضوع په اړه د نوښار سيمې اوسېدونکي فضل احمد پژواک ته وويل: ((بېګاه دلته پر طالبانو بمبار شوى، مرګ ژوبله هم لري خو نه پوهېږم چې څو تنه دي.))

بل لورته وسله والو طالبانو يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، دوه ورځې وړاندې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په ابپران سيمه د افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.