ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ملاریا ناروغي ۴۱ سلنه کمه شوې

بغلان کې د ملاریا ناروغي ۴۱ سلنه کمه شوې

author avatar
10 Jun 2019 - 15:55
بغلان کې د ملاریا ناروغي ۴۱ سلنه کمه شوې
author avatar
10 Jun 2019 - 15:55

پلخمري (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۸): د بغلان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د ملاريا ناروغي کچه ٤١ سلنه را ټيټه شوې او هڅې روانې دي چې راتلونکی کال دغه شمېره صفر ته راټیټه شي.

دغه څرګندونې د بغلان د عامې روغتیا ریاست د ملاریا ناروغۍ د کڼترول څانګې مسوول ډاکټر علي خان بیساق د غبرګولي په ٢٠مه په مرکز پلخمري کې يوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وويل چې په ١٣٩٦ کال کې په دغه ولايت کې د ملاريا ١٢٥ پېښې ثبت شوې وې خو په ١٣٩٧ کال کې يې بيا کچه ٧٥ ته را ټېټه شوه چې د وړم کال په پرتله ٤١ سلنه کموالى ښيى.

ده زياته کړه: ((په روان او راتلونکي کلونو کې موږ کوښښ کوو چې د ملاريا ناروغې کچه بېخي صفر ته را ټيټه کړو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ١٣٧٠ کلونو کې د هېواد په کچه د ملاريا تر ټولو ډېرې پېښې، نهه زره، په بغلان ولايت کې ثبت شوې وې.

دى وايي: ((له ١٣٨٠ کلونو يې بيا د کنټرول هڅې پيل شوې او اوس يې نو کچه ډېره ټېټه ده.))

دغه راز د ماشومانو يو متخصص ډاکټر محمد کبير احمدزى هم وايي چې په تېرو کلونو کې په دغه ولايت کې د ملاريا د مخنيوي لپاره پوره کار شوى دى.

ده وويل: ((په تېرو پنځو کلونو کې د ملاریا په تبې اخته یو ناروغ ما ته مراجعه کړې، نو له دې ښکاري چې دغه ناروغي ډېره کمه شوې ده.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په کروندو کې د غوماشو ضد درمل شيندل، د ولاړو اوبو له منځه وړل، د پشه خانو ويشل او په دغه برخه کې عامه پوهاوى هغه څه دي چې د ملاريا د ناروغې کچه يې تر ډېره راټېټه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.