ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په لسو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته

د غزني په لسو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته

author avatar
10 Jun 2019 - 14:31
د غزني په لسو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته
author avatar
10 Jun 2019 - 14:31

غزني ښار (پژواک، ٢٠ غبرګولی ۹۸): د غزني په ۱۰ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته چې له امله یې زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

په ډېری مواردو کې په خپله خلک د یو شمېر دودیزو مسایلو او ناسمو رواجونو له امله چمتو نه دي چې پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي خو د دې تر څنګ وسله وال طالبان هم د دغه کار خنډ دي او د نجونو ښوونځیو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د رشیدانو ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو هېڅ ښوونځی نشته.

هغه زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې د نجونو د ښوونځیو د نشتوالي لامل د وسله والو طالبانو پراخ فعاليتونه دي.

د ده په خبره، که څه هم وسله وال طالبان ظاهراً ښيي چې ګواکې له ښوونځیو او د زده کړو له بهیر سره کار نه لري خو په عمل کې بیا داسې نه ده، هغوی ان په وار وار د هلکانو ښوونځي هم تړلي دي.

دی وايي، د دې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي غواړي چې په خپلو لوڼو زده کړې وکړي خو د وسله والو طالبانو د فعالیت له امله دغه کار نه شي کولای.

د ده په خبره، دلته ان د هلکانو ښوونځي له ستونزو سره مخ دي، درسي توکي او د زده کړې لپاره مناسب ځای نه لري.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وايي، څو کاله مخکې د دې ولسوالۍ په میري لېسه کې د نجونو د زده کړې لپاره نوم لیکنه پیل شوه چې خلکو ورسره ډېره لېوالتیا وښوده، خو وروسته حالات خراب شول او د نجونو لېسه فعاله نه شوه.

دی زیاتوي، د غزني د نورو ولسوالیو په څېر په دې ولسوالۍ کې هم د نجونو ښوونځی نشته، هغه کورنۍ چې غواړي په خپلو لوڼو زده کړې وکړي، غزني ښار ته کوچېدلي خو هلته هم له ستونزو او ګواښونو سره مخ دي.

نوموړی دغه حالت له زغمه وتلی ګڼي او وايي، که حالات همدغسې روان وي نو د زده کړو په برخه کې به د غزني د نجونو ونډه ډېره ټيټه شي چې عواقب به یې ښه نه وي.

د غزني د ۱۴ پښتون مېشتو ولسوالیو له ډلې یوازې په مقر او ده يک ولسواليو کې د نجونو ښوونځي شته خو په پاتې ١٢ ولسوالیو کې د نجونو د زده کړو لپاره هېڅ ښوونځی نشته چې تر ډېره یې لامل د خلکو نه لېوالتیا او د وسله والو طالبانو له خوا یې مخنیوی دی.

د غزني د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي جان محمد همدا خبره کوي او وايي، په ډېرو ولسوالیو کې په خپله خلک نه غواړي پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي.

نوموړي پژواک ته وویل، ډېر خلک دغه کار ښه نه ګڼي، هغوی د دودیزو مسایلو تر اغېز لاندې دي او اجاره نه ورکوي چې لوڼې یې ښوونځي ته لاړې شي.

دی زیاتوي: ((د خلکو ذهنونه د نجونو زده کړې ته جوړ نه دي، په ډېرو سیمو کې وسله وال طالبان هم د دې کار مخه نیسي.))

دغه راز يو شمېر نورو کسانو هم ورته شکايتونه درلودل.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د پوهنې رییس مُحب انصار پژواک ته وويل چې د دغه ولایت په ١٢ پښتون مېشتو ولسوالیو کې نه خو د نجونو ښوونځي شته او نه هم یوه نجلۍ له ښوونځي فارغه شوې ده.

هغه دا یوه جدي ستونزه ګڼي او زیاتوي چې د حل لپاره یې یوازې د سیمې اوسېدونکي کار کولای شي.

ده وویل: ((باید په افسوس ووایم چې دا یوه جدي ستونزه ده، څو ځلې مو له خلکو سره په دې اړه خبرې کړې دي خو تر اوسه کومې پایلې ته نه یو رسېدلي.))

د نوموړي په وینا، په ټوله کې په پښتون مېشتو سیمو کې دغه ستونزه شته او د هواري لپاره یې باید خلک لاس په کار شي.

بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ولسوالیو کې د نجونو د زده کړې پروسې ته هېڅ خنډ نشته خو دا چې په سیمه کې جګړه ده نو ځکه خلک نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي.

نوموړی زیاتوي، په ټوله کې په غزني کې د پوهنې برخې ته کار نه دی شوی، په داسې حال کې چې دوی په وار وار غوښتنه کړې ده څو د نورو ولایتونو په څېر دې د غزني ولسوالیو ته هم د ښوونې او روزنې پروګرامونه وغځول شي.

مجاهد تور پورې کړ چې د غزنې د پوهنې سهمیه په کابل او نورو ځایونو کې غلا کېږي.

د یادونې ده، په غزني کې نږدې ۶۰۰ ښوونځي شته چې تر نیمايي ډېر یې ودانۍ هم نه لري او په ګڼو نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.