کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٨) : ځينې سرچينې وايي چې راتلوونکې مياشت په قطر کې د جرمني په همکارۍ بين الافغاني مذاکرات کېږي.
يوې ډېپلوماټيکې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ناسته په راتلوونکې جولاى مياشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پلان شوې ده.
سرچينې زياته کړې، د جرمني ځانګړي استازي په دې اړه څو ځله کابل او قطر ته سفرونه کړي، د طالبانو او افغان حکومت له استازو سره يې په دې اړه سلا مشورې کړې دي.
خو دغې سرچينې د کېدونکې ناستې د کره نېټې او د جرمني د همکارۍ د څرنګوالي په اړه نور معلومات ور نه کړل.
بلخوا د سولې عالي شورا وياند جاوېد غفور هم وايي چې په قطر کې د جرمني په همکارۍ بين الافغاني ناسته کېدونکې ده، خو ده يې هم په اړه نور معلومات ور نه کړل.
نوموړي زياته کړه، د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره شپه له ولسمشر اشرف غني سره د ليدنې پرمهال د سولې پروسې د وروستيو هڅو په اړه خبرې کړې دي.
د هغه په وينا، په دغې ناسته کې چې د سولې عالي شورا ددارالانشاء رييس هم ګډون درلود، د راتلونکو پلانونو په اړه سلا مشورې وشوې.
غفور وايي، د افغانستان د سولې شورا هيله او غوښتنه داده چې څومره ژر کېداى شي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه بين الافغاني خبرې اترې پيل او افغانان يوه دوامدار اوربند ته سره ورسېږي.
وسله والو طالبانو په قطر کې د کېدونکې ناستې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن