ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې چاودنې د ماشومانو په ګډون ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني کې چاودنې د ماشومانو په ګډون ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
10 Jun 2019 - 15:18
غزني کې چاودنې د ماشومانو په ګډون ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
10 Jun 2019 - 15:18

غزني ښار (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٨): په غزني ولايت کې د دوو بېلابېلو پېښو په ترڅ کې يو ماشومان وژل شوى او د اوو نورو ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د واغظ ولسوالۍ په چهاردې سيمه کې د هاوان يوه مرمۍ پر ماشومانو چاودلې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يو ماشوم وژل شوى او اووه نور ماشومان ټپيان شوي چې دا مهال په روغتون کې دي.

دغه راز نوري وايي چې پرون مازديګر د خواجه عمري ولسوالۍ په قلعه نو سيمه کې هم د ملکي خلکو پر موټر د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې دوه کسان ټپيان شوي دي.

نوري زياتوي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و چې پر ملکي خلکو يې چاودنه کړې ده.

بل لور ته د همدې سيمې اوسېدونکي سيدالرحمن پژواک ته وويل چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي: ((دواړه لوري درنې وسلې کاروي چې د ملکي خلکو ژوند يې له خطر سره مخ کړى دى.))

په ورته وخت کې د غزني د والي وياند هم وايي چې په خواجه عمري کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل پلو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته وويل چې اوس هم په خواجه عمري کې جګړه روانه ده.

نوموړي د چاودنې په اړه وويل: ((موږ خلکو ته ويلي په کومو سيمو چې جګړه وي، له هغه ځايه بايد تېر نه شي؛ ځکه هلته په ځمکو کې ماينونه وي او خطر يې ډېر دى.))

ده هم وويل چې پرون په خواجه عمري ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر د ماين چاودنه شوې چې درې تنه په کې ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، له يو نيم کال وروسته د تېرې جمعې په ورځ امنيتي ځواکونو د خواجه عمري ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نيولې خو اوس هم په کې جګړې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.