ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فیفا: له ولسي جرګې بهر ددغې جرګې د ستونزو راجع کول د مقننه قوې حیثیت ته زیان رسوي

فیفا: له ولسي جرګې بهر ددغې جرګې د ستونزو راجع کول د مقننه قوې حیثیت ته زیان رسوي

author avatar
10 Jun 2019 - 16:42
فیفا: له ولسي جرګې بهر ددغې جرګې د ستونزو راجع کول د مقننه قوې حیثیت ته زیان رسوي
author avatar
10 Jun 2019 - 16:42

 

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۸): فیفا وايي چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ د ټاکنو پر سر رامنځته شوی جنجال باید له جرګې څخه بهر ته د راجع کولو پر ځای د قانوني لارو یا د ټاکنیزو حوزو د ۳۶ استازو څخه د جوړ شوي پلاوي له خوا حل شي.

 په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د ولسي جرګې په ټاکنو کې د فساد د جدي تورونو د موجودیت په اړه وايي، قومي تنګ نظرو بحثونو د جرګې د رییس د ټاکلو ستونزه سخته کړې چې باید مخه یې ونیول شي.

د ملي شورا د ۱۷ مې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته د غويي په ۲۸ مه د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویم ځلي ټاکنې ترسره شوې، خو د پایلو پر سر یې د جرګې د غړو تر منځ اختلاف رامنځته شو.

تر اوسه د یادو ستونزو د حل لپاره د جرګې د غړو تر منځ درې پلاوي ټاکل شوي، خو دغه پلاوي د ستونزې پر حل نه دي توانېدلي.

د ولسي جرګې د ریاست پر سر راپورته شو‎ې ستونزې د حل په موخه د ملي شورا د ۱۷ مې دورې له پرانیستې وروسته ددې جرګې شپاړسمه عمومي ناسته کې هم بې پایله وه.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ تېره شنبه ویلي و، که د ولسي جرګې عمومي ناستې تر راتلونکو دوو ورځو د یادې ستونزې پر حل بریالۍ نه شي حکومت به دغه ستونزه سترې محکمې ته وړاندې کړي.

خو په افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د مشاهداتي څانګې مسوول حسیب الله معترف نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ولسي جرګې څخه بهر د یادې جرګې د ستونزې د راجع کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: ((په ولسي جرګه کې رامنځته شوی بحران یوه قانوني او تخنیکي ستونزه ده، په زغم او حوصله   دې په اړه خبرې وکړي او یوه حل لاره دې ورته پیدا کړي، له ولسي جرګې څخه بیرون ته د یادې ستونزې راجع کول تر ټولو زیات د هېواد مقننه قوې ته چې د ملت د ارادې تر ټولو عالي ځای دی زیان رسوي.))

 نوموړي زیاته کړه، سترې محکمې ته د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ پر سر د رامنځته شوې ستونزې راجع کول ممکن یاده ستونزه حل کړي، خو په همدومره کچه د داخلي ستونزو د حل په برخه کې د ملت د کور بېچاره ګي او ناتواني په ډاګه کوي.

فیفا په خبرپاڼه کې لیکي، هغه پارلمان چې خپلې ستونزې حل نه کړي څرنګه کولای شي چې د هېواد د ستونزو حل ته رسېدنه وکړي؟

 دغه ارګان وايي، ددې ترڅنګ په ولسي جرګه کې د موجوده ستونزې د حل لپاره له قانوني لارې لکه قوانینو او کړنلارو ته احترام اساسي حل لاره ګڼي، خو وړاندیز کوي چې که دغه لاره ګټوره نه وي د هرې ټاکنیزې حوزې استازي دې د یوې ۳۶ کسیزه کمېټې د جوړېدو لپاره د خپلې حوزې یوه وکیل ته رایه ورکړي.

 معترف وویل، ددې ستونزې د حل لپاره چې یاده ۳۶ کسیزه کمېټه هر ډول تصمیم نیسي ټولو لوریو ته باید د منلو وړ وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.