کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٨): ولسمشر غني د کابل ماشين خانې د بيارغونې چارو څخه د ليدنې پرمهال ويلي چې له دوه کلونو څخه په کمه موده کې به کابل ښار يو ځل بيا په تفريح ځاى بدل شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف نن مازدیګر د کابل ماشین خانې د بیارغونې چارې له نږدې ولیدلې.
سرچينه کاږي، د دغې لیدنې پرمهال یو شمېر حکومتي مسوولینو او د اغاخان بنسټ استازي د جمهور رئیس ملتیا کوله، د هېواد جمهوررئیس د ماشین خانې د تاریخ په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل: "نن کابلیانو ته زېری ورکوم چې زموږ د هېواد دغه مهمه تاریخي سیمه د هغې د مهندسۍ او تاریخي ارزښت په خوندیتوب سره رغول کېږي."
ده زیاته کړه، د دې ساحې لومړی نوم علم ګنج باغ و او په کابل کې د تفریح لوی ځای و.
محمد اشرف غني له اغاخان بنسټ او المان هېواد څخه د کابل ماشین خانې د بیا احیا د تمویل له امله مننه وکړه او ويې ویل، له دوه کلونو څخه په کمه موده کې به د کابل خلک د دې شاهدان وي چې کابل ښار دوباره په یوه تفریح ځای بدل شي.
هغه څرګنده کړه، په دې ساحه کې د فرهنګي فعالیتونو، کنفرانسونو، کتاب پلورلو، فرهنګي ناستو او تیاتر برخې او همدارنګه د صنعتکارو او متشبثو مېرمنو د تولیداتو لپاره مارکېټ او دوامدار نندارتون جوړېږي او په یوه منظمه ساحه او عایداتي منبع به بدله شي.
غني د کابل ښار د انکشافي برنامو په اړه وویل، د نړۍ د ښاري پلان جوړولو له یوې مشهورې کمپنۍ سره له درې کاله کار وروسته د کابل ښار د انکشاف پلان په شپږو جلدو کې برابر شوی دی.
د ده په وينا، دا پلان به ګام په ګام عملي شي او کابل ښار به د سیمې له بهترینو ښارونو څخه یو ښار او تاریخي پلازمېنه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن