ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د عامه نظم کنډک ودانۍ وروسته له دوو کلونو بېرته دولتي ځواکونو نيولې

په اروزګان کې د عامه نظم کنډک ودانۍ وروسته له دوو کلونو بېرته دولتي ځواکونو نيولې

author avatar
10 Jun 2019 - 14:18
په اروزګان کې د عامه نظم کنډک ودانۍ وروسته له دوو کلونو بېرته دولتي ځواکونو نيولې
author avatar
10 Jun 2019 - 14:18

ترينکوټ (پژواک، ۲۰ غبرګولى ۹۸): دولتي ځواکونو د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار اړوند سيمه کې د عامه نظم کنډک قرارګاه له دوو کلونو وروسته بېرته نیولې ده.

د ملي دفاع وزارت له خوا د غبرګولي په ٢٠مه پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کومانډو په ګډون ملي دفاعي ځواکونو پرون په ترينکوټ کې عمليات وکړل چې په پايله کې يې د عامه نظم قرارګاه له دوو کلونو وروسته بېرته له طالبانو ونيوه.

د ترينکوټ شمال لور ته په پنځلس کيلومترۍ کې پرته د عامه نظم لپاره دغه کمپلېکس ودانۍ شپږ کاله مخکې د شاوخوا ۱۳ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى و.

د یادونې ده، دوه کاله مخکې طالبانو پرې ډله ييز بريد وکړ او د یاد کنډک د قوماندان په ګډون ٧٠ سرتېري طالبانو ته تسليم شول او ټول وسايل يې هم هغوی ته په لاس ورغلل.

سرچينو هغه مهال ويلي وو چې طالبانو وروسته د یاد کنډک ټول وسایل او توکي په ځانګړې توګه دروازې او کړکۍ پر عامو خلکو وپلورل او په وروستیو کې د ودانۍ زياتې برخې ویجاړې شوې وې.

خو تېره ورځ افغان او بهرنیو ځواکونو پر دې سيمه عملیات وکړل او له لږ مقاومت وروسته یې د کنډک ودانۍ تر خپل کنترول لاندې راوسته.

د سیمې څو اوسېدونکو له پژواک سره خبرو کې وویل، تېره ورځ کومانډو سرتېري کنډک ته داخل شول او شپه يې هلته تېره کړه.

دوی چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله زياته کړه، په عملیاتو کې مېشتو بهرنیو ځواکونو له افغان ځواکونو سره ځمکنۍ او هوايي همکاري هم کوله.

د عامو خلکو په خبره، له عملیاتو سره سم د سیمې یو شمېر کسانو کډه کړې او اوس حالت د پخوا په څیر شوى دى.

د اروزګان امنیه قوماندان ډګروال خطاب خنجري پژواک ته وویل، دوی د عملیاتو په ترڅ کې د عامه نظم کنډک له څه باندې دوو کلونو وروسته له طالبانو نیولی او اوس په کي امنیتي سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

هغه زياته کړه، طالبانو په سیمه کې ماینونه ځای پر ځای کړي او کله چې سيمه له ماینونو پاکه شي، بیا به ځايي خبریالانو ته د ورتګ اجازه هم ورکول شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.