ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته سوله ناشونې ده

د پکتيا اوسېدونکي: د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته سوله ناشونې ده

author avatar
11 Jun 2019 - 18:55
د پکتيا اوسېدونکي: د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته سوله ناشونې ده
author avatar
11 Jun 2019 - 18:55

ګردېز(پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د پکتيا اوسېدونکو، نن د سولې د روانو خبرو په اړه هلته جوړه غونډه کې وويل چې د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته په هېواد کې دايمي سوله او ثبات نه شي ټېنګېدی.

په دغه غونډه کې چې د پکتيا په مرکز کې جوړه شوې وه، د ولايتي شورا غړيو، ديني عالمانو، قومي مخورو او لسګونو ځوانانو برخه لرله.

د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی په دغه ناسته کې د خبرو پر مهال د سولې په خبرو کې پر ښکېلو هېوادونو نيوکه وکړه، ويې ويل چې د سولې پروسه بېځايه ځنډوي او په نورو هېوادونو کې د افغان سولې په نوم بې ځايه لګښتونه کوي.

ځاځي وويل:"موږ سره دې نور چلونه نه کوي، که امريکا ده، که برتانيا او که نور دي، دوی چې طالبانو ته په قطر کې دفتر خلاصولی شي او روس ته يې رسولی شي، دا هم کولی شي چې په افغانستان کې يې خبرو ته کېنوي. جنګ د افغانستان پر ولس دی، جنګ د افغانستان پر جغرافيه دی."

د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان په دغه ناسته کې وويل چې د اسلام له نظره د سولې لپاره د خبرو وړانديز ردول ناروا دي.

هغه زياته کړه: "سوله زما د کونډې او يتيم او هغې سرتورې مېرمنې ارمان دی، چې د اختر په ورځ ټيکری په غاړه کې واچوي، الله ته خوله خلاصه کړي او وايي چې خدايه ميړه مې د سولې په ارمان له دنيا لاړ، سوله غواړي او له سترګو يې اوښکي روانې وي. وينه په وينه نه مينځل کيږي."

په ټولنيزو او کلتوري چارو کې د پکتيا د والي مرستيالې زهرا احمدزۍ وويل چې د جګړې له امله بېوزلي خورا زياته شوې او د جګړې اوږدېدل به په هېواد کې د نه جبرانېدونکي انساني ناورين سبب شي.

احمدزۍ وايي:"دا ټولې ناخوالې د اقتصاد او جنګ له کبله دي، که سوله وي، ټول پرمختګونه به وشي او ستونزې به حل شي. که اوس په نظامي بخش کې زموږ د يوې مياشتې کېدونکی مصرف په بیا رغونه وشي، انشاءالله ژر به مو هېواد له هر مصيبت نه خلاص شي."

مدني فعال منوچهر مل وويل چې په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو ګټې دي.

ده د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې د هېواد د سختو حالاتو په درک کولو سره جګړه ودروي.

مل زياته کړه:"موږ فقط دا نه وايو چې سوله غواړو، بلکې سوله زموږ ټولنيز حق دی او نور سوله په معما کې نه، بلکې په عمل کې غواړو."

د پکتيا د ځوانانو چارو امر نقيب الله احساس په بهرنيو هېوادو او له بهرنيو چارواکو سره د وسله والو طالبانو خبرې اندېښمنوونکې وبللې، ويې ويل چې که له دغو خبرو لنډمهاله ټيکاو هم رامنځته شي، خو  د روانو ستونزو دايمي حل نه دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.