پلخمري- کندوز (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې په بغلان او کندوز ولايتونو کې ٤٧ کسان د طالبانو له زندانونو را خوشي کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د پوليسو ځانګړو ځواکونو د بغلان په لرخابي سيمه کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي او ٣٤ کسان يې را خوشي کړي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په خوشي شوو کسانو کې اووه پوليس، اووه د ملي اردو سرتېري، درې د ملي امنيت سرتېري او پاتې نور يې ملکي وګړي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کندوز کې هم د طالبانو يو زندان مات شوى دى.
په کندوز کې ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو تېره شپه په اقتاش ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
سرچينه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ١٣ ملکي وګړي د طالبانو له زندانه را خوشي کړاى شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو له لوري د طالبانو پر زندانونو عمليات شوي او يو شمېر کسان ترې را خوشي کړاى شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن