د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا اوسېدونکي: د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته سوله ناشونې ده

د پکتيا اوسېدونکي: د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته سوله ناشونې ده

Jun 11, 2019 - 18:55

ګردېز(پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د پکتيا اوسېدونکو، نن د سولې د روانو خبرو په اړه هلته جوړه غونډه کې وويل چې د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته په هېواد کې دايمي سوله او ثبات نه شي ټېنګېدی.

په دغه غونډه کې چې د پکتيا په مرکز کې جوړه شوې وه، د ولايتي شورا غړيو، ديني عالمانو، قومي مخورو او لسګونو ځوانانو برخه لرله.

د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی په دغه ناسته کې د خبرو پر مهال د سولې په خبرو کې پر ښکېلو هېوادونو نيوکه وکړه، ويې ويل چې د سولې پروسه بېځايه ځنډوي او په نورو هېوادونو کې د افغان سولې په نوم بې ځايه لګښتونه کوي.

ځاځي وويل:"موږ سره دې نور چلونه نه کوي، که امريکا ده، که برتانيا او که نور دي، دوی چې طالبانو ته په قطر کې دفتر خلاصولی شي او روس ته يې رسولی شي، دا هم کولی شي چې په افغانستان کې يې خبرو ته کېنوي. جنګ د افغانستان پر ولس دی، جنګ د افغانستان پر جغرافيه دی."

د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان په دغه ناسته کې وويل چې د اسلام له نظره د سولې لپاره د خبرو وړانديز ردول ناروا دي.

هغه زياته کړه: "سوله زما د کونډې او يتيم او هغې سرتورې مېرمنې ارمان دی، چې د اختر په ورځ ټيکری په غاړه کې واچوي، الله ته خوله خلاصه کړي او وايي چې خدايه ميړه مې د سولې په ارمان له دنيا لاړ، سوله غواړي او له سترګو يې اوښکي روانې وي. وينه په وينه نه مينځل کيږي."

په ټولنيزو او کلتوري چارو کې د پکتيا د والي مرستيالې زهرا احمدزۍ وويل چې د جګړې له امله بېوزلي خورا زياته شوې او د جګړې اوږدېدل به په هېواد کې د نه جبرانېدونکي انساني ناورين سبب شي.

احمدزۍ وايي:"دا ټولې ناخوالې د اقتصاد او جنګ له کبله دي، که سوله وي، ټول پرمختګونه به وشي او ستونزې به حل شي. که اوس په نظامي بخش کې زموږ د يوې مياشتې کېدونکی مصرف په بیا رغونه وشي، انشاءالله ژر به مو هېواد له هر مصيبت نه خلاص شي."

مدني فعال منوچهر مل وويل چې په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو ګټې دي.

ده د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې د هېواد د سختو حالاتو په درک کولو سره جګړه ودروي.

مل زياته کړه:"موږ فقط دا نه وايو چې سوله غواړو، بلکې سوله زموږ ټولنيز حق دی او نور سوله په معما کې نه، بلکې په عمل کې غواړو."

د پکتيا د ځوانانو چارو امر نقيب الله احساس په بهرنيو هېوادو او له بهرنيو چارواکو سره د وسله والو طالبانو خبرې اندېښمنوونکې وبللې، ويې ويل چې که له دغو خبرو لنډمهاله ټيکاو هم رامنځته شي، خو  د روانو ستونزو دايمي حل نه دى.

احساس وايي:"طالبه دا بهرنی چې اوس له تا سره ولاړ دی، د خپلو منافعو غم ور سره دی؛ اوس يې کېدی شي په نورو برخو کې فايده کمه او په تا کې ډېره وي. بايد له فکر نه کار واخلې او له خپل افغان سره دې کېنې. تر څو چې د افغانانو خپلمنځي مذاکرات ونه شي، کېدی شي سوله راشي، خو بې حيا او بې شرمه سوله به راشي، دا بيا خپلو منځو کې څنګه سره جوړوئ؟ زور يې لرئ؟"

ياده دې وي چې د افغان سولې لپاره د متحده ايالتونو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم کابل ته په خپل وروستي سفر کې له ولسمشر غني سره له ليدو وروسته د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو پر پيل ټينګار کړی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement