ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تیرو ۳ میاشتو کې ۴۰۰ بندیان د طالبانو له زندانونو خوشې کړی شوي

په تیرو ۳ میاشتو کې ۴۰۰ بندیان د طالبانو له زندانونو خوشې کړی شوي

author avatar
11 Jun 2019 - 21:31
په تیرو ۳ میاشتو کې ۴۰۰ بندیان د طالبانو له زندانونو خوشې کړی شوي
author avatar
11 Jun 2019 - 21:31

کابل(پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي، دفاعي او امنيتي ځواکونو په تېرو درېيو مياشتو تر ۴۰۰ ډېر هغه زندانيان چې له وسله والو مخالفينو سره زنداني و، راخوشې کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال لوی پاسوال عبدالصبور قانع نن په کابل کې د بغلان له زندان څخه د ۳۴ زندانيانو د راخوشې په تړاو په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د دفاعي حالت پر ځای تهاجمي حالت غوره کړي؛ او ګټور عمليات يې ترسره کړي دي.

هغه وويل:"دښمن چې هر چېرې وي، موږ به يې پيدا کوو او له منځه به يې وړو او زموږ همسنګران او هېوادوال چې په هر زندان کې وي؛ زندان به ماتوو او هغوی به ژغورو."

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال مل پاسوال خوشال سادات وويل چې امنيتي ځواکونه به هر چېرې دښمن ځپي او خپل هېوادوال به د هغوی له ظلمونو ژوغوري.

دی وايي:"زما پيغام د افغانستان دښمنانو ته داده چې په افغانستان کې بدلون راغلي، د پوليسو په ليکو کې بدلون راغلي؛ خپلو هېوادوالو ته مې پيغام داده چې ستاسو د هر څاڅکي وينې بدل به اخلو."

د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو قوماندان مل پاسوال ميراحمد عظيمي وويل د پوليسو ځانګړو ځواکونو د بغلان په لرخابي سيمه کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړی او ٣٤ کسان يې را خوشي کړي دي.

دی زياتوي، په راخوشي شويو ۳۴ کسانو کې اوه د ملي اردو، اوه ملي پوليس، درې د ملي امنيت منسوبين او پاتې ملکي وګړي دي.

راخوشي شوی زنداني او د بغلان د ملي امنيت منسوب محمد داوود وايي، له بغلان څخه کندوز ته روان چې د مرکزي بغلان په سيمه کې وسله والو طالبانو له موټره راکوز او له ځان سره بوته او شاوخوا دوه مياشتې ورسره زنداني و.

دی وايي:"په زندان کې مو ډېرې ستونزې ولېدلې، په کافي اندازه ډوډۍ يې نه راکوله، خوشبختانه تېره شپه يوولس بجې ځانکړو ځواکونو پر زندان عمليات ترسره او موږ ټول يې راخوشې کړو."

خوشي شوی بل زندانی او چوپان مولاداد وايي چې وسله والو طالبانو له حکومت د همکاري په تور ونيوه او شاوخوا ۲۴ ورځې ورسره زنداني و.

هغه زياتوي، طالبانو ورته کافي خواړه نه ورکول، خو نورو ظلم او زياتی يې نه دی ورسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.