د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د چاپېریال ساتنې پر اهمیت د انځورونو نندارتون جوړ شو

بلخ کې د چاپېریال ساتنې پر اهمیت د انځورونو نندارتون جوړ شو

Jun 12, 2019 - 15:34

مزاشريف (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۸): په مزارشريف کې د چاپېريال ساتنې د اهميت او ګټو په اړه د عکسونو نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون د غبرګولي په ۲۲مه په بلخ کې د ميديوتيک رسنيز مرکز له خوا د مزار ښاروالۍ په همغږۍ جوړ شوی و چې لسګونه عکسونه نندارې ته په کې وړاندې شول.

د ميديوتيک رسنيز مرکز مسوولين وايي چې له دغه کاره یې موخه دا ده څو خلک د ښه چاپېريال د رامنځته کولو پر اهميت پوه کړي.

په بلخ کې د ميديوتيک رسنيز مرکز د رسنيو برخې مسوول شفيع رحيمي پژواک ته وويل چې ناسم چاپېريال او ککړې هوا د انسانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی چې په وينا يې بايد مخه يې ونيول شي.

نوموړي زياته کړه، هر کال  چې په افغانستان او نړۍ کې د ککړې هوا له امله څومره خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ په جګړو کې هم دومره کسان نه وژل کېږي.

هغه وايي چې د چاپېريال ساتنې د اهميت او ګټو په اړه بايد خلکو ته عامه پوهای وشي څو د هوا د لا نورې ککړتيا مخه ونيول شي.

رحيمي زياته کړه چې په همدې موخه يې نن په مزارشريف کې د هغو عکسونو نندارتون جوړ کړی چې هم په کې د ښه چاپېريال ګټې او هم په کې د خراب چاپېريال زيانونه انځور شوي دي.

د رحيمي په خبره، له ککړ چاپېريال سره مبارزه يواځې د دولتونو او حکومتونو دنده نه ده؛ بلکې په دې برخه کې تر ټولو ډېر مسووليت عام خلک لري چې بايد ترسره يې کړي.

د هغه په وينا چې د ټولنې هر وګړی باید لږ تر لږه يو نيالګی په خپل کور، ځمکه او کوڅه کې کېنوي او په دې ډول د ککړې هوا د مخنيوي برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

د کاوه بشارت په نوم يوه عکاس چې په ياد نندارتون کې يې عکسونه نندارې ته وړاندې کړي وايي چې له دغه ننداتون څخه يې موخه دا ده  څو خلکو ته وښيي چې څنګه يو پاک چاپېريال جوړ کړي.

نوموړی وايي  نن يې ۴۰ انځورونه نندارې ته وړاندې کړي چې  د ښه چاپېريال جوړېدو پيغام لري.

دی اندېښنه لري که د مزارشريف ککړ چاپېريال ته پام ونه شي نو څو کاله وروسته به د ژوند کولو پر وړاندې جدي ستونزې پېښې کړي.

په ورته وخت کې  بيا د مزار شريف ښاروال عبدالحق خُرمي له پژواک سره خبرو کې ومنله چې په بلخ ولايت کې د ککړ چاپېريال له امله ستونزې زياتې شوې دي.

د هغه په خبره، په مزارشريف کې د چاپېريال وضعيت خرابېدو ستر لامل له ولسواليو څخه ښار ته د زياتو کورنيو راکډه کېدل دي چې نفوس زيات شوی او رسېدګي نه شي ورته کېدای.

خرمي زياتوي چې د ښاري فرهنګ نه مراعتول هم د هوا په ککړتيا کې منفي رول لري.

خو نوموړي دا هم وويل، د مزار ښاروالي هڅه کوي څو په بلخ ولايت او مزارشريف ښار کې د چاپېريال ساتنې برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي.

خُرمي له مزارښاريانو غواړي چې د ښار د پاک ساتلو برخه کې خپل مسووليت ادا کړي او له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د هغه په خبره مزارښاروالي په پلان کې لري، چې د ښه چاپېريال درلودو او ککړې هوا د مخنيوي لپاره په مزارشريف کې يو ملي پارک جوړ کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement