ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د چاپېریال ساتنې پر اهمیت د انځورونو نندارتون جوړ شو

بلخ کې د چاپېریال ساتنې پر اهمیت د انځورونو نندارتون جوړ شو

author avatar
12 Jun 2019 - 15:34
بلخ کې د چاپېریال ساتنې پر اهمیت د انځورونو نندارتون جوړ شو
author avatar
12 Jun 2019 - 15:34

مزاشريف (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۸): په مزارشريف کې د چاپېريال ساتنې د اهميت او ګټو په اړه د عکسونو نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون د غبرګولي په ۲۲مه په بلخ کې د ميديوتيک رسنيز مرکز له خوا د مزار ښاروالۍ په همغږۍ جوړ شوی و چې لسګونه عکسونه نندارې ته په کې وړاندې شول.

د ميديوتيک رسنيز مرکز مسوولين وايي چې له دغه کاره یې موخه دا ده څو خلک د ښه چاپېريال د رامنځته کولو پر اهميت پوه کړي.

په بلخ کې د ميديوتيک رسنيز مرکز د رسنيو برخې مسوول شفيع رحيمي پژواک ته وويل چې ناسم چاپېريال او ککړې هوا د انسانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی چې په وينا يې بايد مخه يې ونيول شي.

نوموړي زياته کړه، هر کال  چې په افغانستان او نړۍ کې د ککړې هوا له امله څومره خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ په جګړو کې هم دومره کسان نه وژل کېږي.

هغه وايي چې د چاپېريال ساتنې د اهميت او ګټو په اړه بايد خلکو ته عامه پوهای وشي څو د هوا د لا نورې ککړتيا مخه ونيول شي.

رحيمي زياته کړه چې په همدې موخه يې نن په مزارشريف کې د هغو عکسونو نندارتون جوړ کړی چې هم په کې د ښه چاپېريال ګټې او هم په کې د خراب چاپېريال زيانونه انځور شوي دي.

د رحيمي په خبره، له ککړ چاپېريال سره مبارزه يواځې د دولتونو او حکومتونو دنده نه ده؛ بلکې په دې برخه کې تر ټولو ډېر مسووليت عام خلک لري چې بايد ترسره يې کړي.

د هغه په وينا چې د ټولنې هر وګړی باید لږ تر لږه يو نيالګی په خپل کور، ځمکه او کوڅه کې کېنوي او په دې ډول د ککړې هوا د مخنيوي برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.