پل علم (پژواک ۲۲ غبرګولي ۹۸): په لوګر کې د نږدې ۶۵۰زره ډالرو په ارزښت د عصري روزنتون ډبره کېښودل شوه.
د لوګر د کار او ټولنیزو چارو رئیس شاه محمد ولیزوی په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وویل، دغه روزنتون چې د ښار جوړونې وزارت له خوا د نږدې ۶۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۶۹۵ متر مربع ځمکه کې د دې ولایت پوهنتون ته څېرمه جوړېږي.
ده زياته کړه، دغه روزنتون به جومات، ښوونځى، ليليه، کتابتون، روغتون، د لوبو لپاره ځاى، پخلنځى او نور اړين ملحقات ولري چې د جوړېدو چارې به يې په درېيو مياشتو کې بشپړې شي.
د هغه په وينا، د روزنتون تر جوړېدو وروسته به وکولاى شي په بېلا بېلو برخو کې هلکان او نجونې وروزي، ترڅو مسلکي او په کار پوه کسان ټولنې ته وړاندې شي.
د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي وويل: "نن مونږ د يوه بې مثاله پروژې ډبره کېښوده چې کله بشپړه شي، نو دلته به هغه کسان وروزل شي چې کار او مسلک نه لري او په دې روزنتون کې تر روزنې وروسته ټولنې ته د وړاندې شي."
د پل علم يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل: "موږ ته د خوښۍ ځاى دى چې په دې ولايت کې روزنتون جوړيږي او لومړى کس به زه يم چې خپل زوى په دې روزنتون کې شامل کړم ترڅو د عصري زده کړو تر څنګ د مسلک خاوند شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن