ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ډېر ژر به د تورخم ښارګوټي د سکېنر ماشين د ترميم چارې پيل شي

چارواکي: ډېر ژر به د تورخم ښارګوټي د سکېنر ماشين د ترميم چارې پيل شي

author avatar
12 Jun 2019 - 11:08
چارواکي: ډېر ژر به د تورخم ښارګوټي د سکېنر ماشين د ترميم چارې پيل شي
author avatar
12 Jun 2019 - 11:08

جلال اباد (پژواک، ٢٢ غبرګولى ۹۸): د ننګرهار ګمرک رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په تورخم ښارګوټي کې هغه پلټونکی Scanner ماشين چې له څو کلونو راهيسې د تخنيکي ستونزو له امله له کاره لوېدلی و ډېر ژر به يې د ترميم چارې پيل شي.

خو د دغه ماشين غير فعالېدو خلکو ته بېلابېلې اندېښنې پيدا کړي او نيوکه کوي چې دا ماشين په لوی لاس خراب شوی؛ خو مسوول چارواکي وايي چې ماشين تخنيکي ستونزه پيدا کړې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا يو شمېر غړي تور پورې کوي، چې چارواکو په لوی لاس دا پلټونکی ماشین د فساد د دوام لپاره له کاره غورځولی؛ خو مسوولین وايي چې ماشین له تېرو څو کلونو راهيسې تخنيکي ستونزه پيدا کړې او وزارت سره يې ستونزه شريکه کړې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، که څه هم د دې ماشين په نصبېدو سره شفافيت رامنځته او د قاچاق مخه نيول کېدای شوه، خو د يو شمېر مسوولينو ګټې ورسره په خطر کې وې.

دی، د دغه ماشین بیا جوړول مهمه اړتیا بولي او وايي، چې د ناامنیو او فساد مخنیوي کې مهم رول لري؛ ځکه په وینا یې ډېرځله یې پرمټ وسلې، مهمات او نشه يي توکي نیول شوي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د ګمرک رییس محمد عمر مومند پژواک سره مرکه کې رد کړه چې ګواکې د ننګرهار ګمرک ریاست اړوند مسوولین او مامورین دې د Scanner په غیر فعالیدو کې لاس ولري.

نوموړي وویل، یاد ماشين د تخنیکي ستونزو او مسلکي کسانو د نشتوالي له امله غیرفعال دی.

مومند زیاته کړه، یوازې تورخم نه؛ بلکې د هېواد په ټولو سرحدي لارو او بندرونو کې څو نور دغه ډول سکېنرونه نصب شوي و؛ خو د اوږدمهال لپاره د تخنیکي وسايلو او مسلکي کسانو د نشتوالي له امله له کاره لوېدلي دي.

د ننګرهار ګمرک رییس وايي، د امریکا سفارت د دغه سکېنر د نصب په پار له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد کړی و چې هغوی یوازې ددغه سکېنر د کارولو لپاره کسان روزلي وو، خو په مسلکي ډول پرې نه پوهېدل.

هغه زیاتوي، اوس په دې هڅه کې دي چې له یوې بلې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک او دغه Scanner له سره فعال کړي.

د ګمرک رييس وايي، د جمهوري رياست له لوري يې ډاډ تر لاسه کړی چې نږدې څو اوونيو کې به د تورخم سکېنر ماشين بېرته ورغول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.