ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ځانمرګي بريد د پوليسو په ګډون ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې ځانمرګي بريد د پوليسو په ګډون ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
13 Jun 2019 - 16:34
ننګرهار کې ځانمرګي بريد د پوليسو په ګډون ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
13 Jun 2019 - 16:34

جلال اباد (پژواک ۲۳ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د سيمه ييزو پوليسو په رينجر موټر ځانمرګي بريد د پنځو پوليسو په ګډون ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي، د بريد موخه د چپرهار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د ټيم ليډر و چې نوموړی هم وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازيګر څلور بجې او ۱۵ دقيقې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د خالص فاميليو چوک سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر موټر ځانمرګی بريد وشو.

ده زياته کړه، په دغه بريد کې نهه کسان وژل شوي چې په وژل شويو کې دوه ماشومان او څلور نظاميان هم شامل دي.

نوموړی دغه راز وايي، د پېښې له ځايه ۱۲ ټپيان هم روغتون ته انتقال شوي چې درې يې نظاميان او درې ماشومان دي.

بلخوا د امنيه قوماندانۍ وياند فريد الله پژواک ته وويل، د بريد موخه د چپرهار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان زلمی و چې هغه هم په کې وژل شوی دی.

د ده په وينا، د بريد له امله د درېيو پوليسو او دوو ماشومانو په ګډون ۹ کسان وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون ۱۳ نور ټپیان دي.

احمد الله چې په پېښه کې ټپي شوی، د جلال اباد حوزوي روغتون کې پژواک ته وويل، سيمه کې يې دوکان درلود او هغه مهال چې د پوليسو رينجر له سيمې تېرېده، چاودنه پرې وشوه.

دی وايي، تر چاودنې وروسته ورته معلومه شوه چې ټپي شوی او د خلکو له لوري روغتون ته انتقال شو.

د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

له بلې خوا له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه بريد په سختو ټکو غندي.

سرچينې زياتوي، ولسمشر چې دا مهال د شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو په ناسته کې د ګډون په موخه د قرغیزستان پلازمېنه بېشکیک کې دی، دغې پېښې سخت خواشینی کړ او ويې ویل، د ننني خونړي برید او هغو وژنو د لړۍ مسوولیت چې ادامه لري، د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې لپاره یې زموږ د علماوو اجماع او د حرمین شریفین د خطبې برحقه غږونه ونه منل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.