اسعد اباد (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٨) : په ختيځ کې د سيلاب قول اردو وايي چې په کونړ ولايت کې د پاکستانۍ وسله والې ډلې لشکر طيبه د قوماندان اړونده اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سيلاب قول اردو له خوا د غبرګولي په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى د دويمې پلې لوا لومړي کنډک منسوبينو تېره ورځ د کونړ ولايت اسمار ولسوالۍ د خوشحال تاله په سيمه کې د توپچي بريدونه کړي وو.
سرچينې زياته کړې، ددې بريدونو په پايله کې د پاکستانۍ وسله والې ډلې لشکرطيبه د يو قوماندان مجيد چې په عدالت مشهور و، درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.
قول اردو وايي چې په دغه پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول بهرني وسله وال وو.
وسله والو مخالفينو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن