کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۸): د ملی دفاع وزارت وایي چې د تخار خواجه غارولسوالۍ په بشپړ ډول د دولت لاس ته ورغلې ده.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تخار خواجه غار ولسوالۍ پر ځینو سیمو د وسله والو مخالفینو له ډله ییز برید وروسته د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملتیا وسله والو ته چټک او غوڅ ځواب ورکړ.
سرچينې زیاته کړې ده چې د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تېره شپه یاده ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو مخالفینو له شتونه پاکه شوه او له څو ساعتونو وروسته د ولسوالۍ امنیتي وضعیت عادي بڼه غوره کړې ده.
دغه راز په دې ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په چاڼيزو عملیاتو کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د یادونې ده چې په دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو زیات شمېر وسلې، مهمات او تجهیزات هم له منځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د خواجه غار او د هغې ګاونډ ولسوالیو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې مخالفین له افغان امنیتي ځواکونو سره د مقابلې وړتیا نه لري او د هغوی هر راز فعالیت ته به توند ځواب ورکړل شي.
دفاع وزارت تېره ورځ ویلي وو چې وسله والو مخالفینو د خواجه غار ولسوالۍ پر شاوخوا پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د ولسوالۍ بازار یوه برخه ولکه کړې وه؛ په جګړه کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي، ۵ سیمه ییز پولیس او یو ملي پولیس ټپیان شوي او ۲ نور سیمه ییز پولیس لادرکه دي.
وسله والو طالبانو د غږیز پیغام په خپرولو سره ادعا کړې چې د ولسوالۍ مرکز او ټولې ادارې یې نیولې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن