ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ۱۹مه عمومي ناسته هم بې پایلې وه

د ولسي جرګې ۱۹مه عمومي ناسته هم بې پایلې وه

author avatar
13 Jun 2019 - 15:37
د ولسي جرګې ۱۹مه عمومي ناسته هم بې پایلې وه
author avatar
13 Jun 2019 - 15:37

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې نننۍ غونډه هم د جرګې د ډېری غړو د غیابت له امله په داسې حال کې بې پایلې پای ته ورسېده چې د جرګې د مشر ټاکلو پر سر اختلاف لا پر خپل ځای دی.

د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته د روان کال د غويي میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ دویم ځل ټاکنې وشوې؛ خو د پایلو د اعلان پر سر د جرګې غړو ترمنځ اختلاف رامنځته شو، تر اوسه د ستونزې حل لپاره د جرګې له غړو درې پلاوي توظیف شوي دي.

د ولسي جرګې د اوولسمې دورې له پرانیستې وروسته نن هم د ولسي جرګې په نولسمه عمومي غونډه کې د جرګې مشر ګومارلو پر سر راولاړه شوې ستونزه هواره نه شوه.

د جرګې یو شمېر حاضرو غړو رسنیو ته د غونډې د پوښښ اجازه ور نه کړه.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي میرویس یاسیني د ملي شورا په انګړ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د جرګې د غړو د ناسوبتیا له امله نننۍ غونډه هم بې پایلې پای ته ورسېده.

هغه زیاته کړه: ((په نننۍ غونډه کې د جرګې ځینو غړو ګډون کړی و، خو دا چې نصاب بشپړ نه شو، د جرګې حاضر غړي ونه توانېدل د جرګې رییس ټاکلو پر سر د را ولاړې شوې ستونزې په اړه پرېکړه وکړي.))

د نوموړي په خبره، د یاد اختلاف هواري لپاره د هيله مندۍ څرک نه لګېږي.

یاسیني زیاته کړه: ((څو چې د ټاکنو ورځې ارشیف شوی تصویر په تالار کې نندارې ته وړاندې نه شي، وکیلان او عام  خلک یې د رسنیو له لارې ونه ګوري، دا ستونزه نه شي حل کېدای، د ستونزې یوازېنۍ حل لار د ارشیف شوي تصویر نندارې ته وړاندې کول او قانون او اصولو ته غاړه اېښودل دي.))

د هرات د خلکو استازې ناهید فرید هم وویل چې د جرګې نننۍ غونډه هم بې پایلې سرته ورسېده.

نوموړې پرته له دې چې د جرګې کوم غړي نوم په ډاګه کړي یادونه وکړه چې دې جرګې یو شمېرغړي له دې امله چې له رحماني سره مخالفت لري، قانون او اصول نه مني او مجلس یې انحصار کړی دی.

هغې زیاته کړه: ((د ټاکنو په ورځ هېڅ لوري هم په رسمي دول د ټاکنو ترسره کولو په تړاو شکایت نه دی درج کړی او اوس د ولسي جرګې ریاست ټاکنو ته لمن وهل غیر قانوني دي؛ ځکه د داخلي دندو په اصولو کې راغلي، څوک چې د ټاکنو بهیر په اړه شکایت لري، باید د رایو له ورکولو او شمېرلو څخه وروسته شکایت وکړي، له دې پرته یې شکایت نه منل کېږي.))

مېرمن فرید وايي چې اوس ځیني د قانون او اصولو خلاف د ټاکنو پایلې نه مني او له بېلابېلو لارو اختلافاتو ته لمن وهي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.