کابل (پژواک، ۲۳غبرګولی ۹۸): د ښوونې او روزنې په مختلفو برخو، لکه د درسي ټولګیو جوړولو او له ښوونځیو څخه د محرومو ماشومانو جذب لپاره، د پوهنې وزارت او کورنیو او بهرنیو موسساتو ترمنځ د ۲۱ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاري ١٦ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دا تړونونه نن د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر میرویس بلخي او د مرستندویه موسسو د استازو ترمنځ کابل کې لاسلیک شول.
د پوهنې سرپرست وزیر په دې مناسبت جوړه شوې ناستې ته وویل چې د دې تړونونو له مخې به، سیمه ییز رونیز ټولګي، د سودا زده کړې کورسونه، د کانکور امادګي ټولګي، د عامه پوهاوي پروګرامونه، د چټکو زده کړو ټولګي، له ښوونځې څخه وړاندې زده کړې او په بېړني وضعیت لپاره ټولګې جوړ شي.
ده زياته کړه، په دې سره به د ښوونیز نظارت له لارې د افغانستان ښوونې کیفیت لوړ شي او د معارف شوراګانو او بنسټونو په همکاري به د غوره ښوونې او روزنې لپاره سم چاپېریال رامنځ ته شي.
بلخې په ښوونځیو کې د نه شامل شوو ماشومانو په اړه وویل: ((د پوهنې وزارت پلان لري چې سږکال ۵۰۰ زره ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.))
د سویس پراختیايي همکاریو ادارې استازي توماس فیلچرچې په دې غونډه کې موجود و، وویل چې د دې پروګرام پر مټ د غوره رونیزو خدمتونو په برخه کې د تعلیمي څارونکو د وړتیا لوړول خورا مهم دي او په تعلیمي برخه کې يې له افغان ماشومانو سره د پراخو همکاریو ژمنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې پوهنې وزارت د روان ښوونیز کال په پیل کې ویلي و چې په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ محروم دي.
ناامني، ناسم دودونه، بېوزلي، لرې واټن، د ښوونځيو نه موجوديت او د ښوونکو کمښت ښوونځیو ته د ماشومانو نه تګ اصلي لاملونه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن