جلال اباد (پژواک، ٢٣ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ګلابو حاصل زيات شوی چې هر کال يې سوداګر تر څلوېښت ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.
دوی وايي، د دغه ولايت د درېيو ولسواليو په ۵۰۰ جريبه ځمکه کې د ګلابو بوټي کرل شوي چې سلګونه کروندګرو ته يې د ګټې زمينه برابره کړې ده.
بلخوا کروندګر وايي چې ګلابو له خرڅلاو ورغلې پيسې د نورو فصلونو او کښتونو په پرتله ډېرې او په اسانۍ ترلاسه کېږي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس ذبيح الله حسنزي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې يې د کوکنارو د بديل په موخه په پنځه سوه جريبه ځمکه کې ګلاب کرلي چې کروندګرو ته د ګټې وټې ښه زمينه برابره شوې ده.
نوموړی وايي، هڅه کوي چې دا لړۍ نورو ولسواليو ته هم وغځوي او د نورو ولسواليو خلکو ته هم د کوکنارو د کښت بديل پيدا کړي.
هغه زياته کړه، اوسمهال د ننګرهار له ګلابو جوړېدونکي عطرو بهرنی مارکېټ هم پيدا کړی او سوداګر يې هر کال تر څلوېښت ميليونه افغانيو عوايد ترلاسه کوي.
په همدې حال کې د ګلابو د پروسس فابريکه لرونکي وايي، که ولسواليو کې امنيتي وضعيت ښه شي؛ نو هم به د ګلابو له عوايد راتلونکو پيسو کچه لوړه شي او هم به سلګونو نورو کروندګرو ته د کار زمينه برابره کړي.
د محمد اکبر مومند د ګلابو د يوې فابريکې مشر پژواک ته وويل چې اوسمهال په درېيو ولسواليو دره نور، نازيان او اچين کې د ګلابو بوټي موجود دي چې شاوخوا ۸۰۰ دهقانانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
هغه دغه راز وایي چې شاوخوا سل کسان ورسره په فابريکه کې د پروسس په برخه کې کار کوي او د ګلابو په هر موسم کې نورو شاوخوا ۶۰ کسانو ته هم کاري زمينه برابرېږي.
دی وایي، پلان يې درلود، که ورته په نورو ولسواليو کې د امنيت زمينه برابره شي، نو ډېرو نورو کروندګرو ته به هم د ګلابو د بڼونو جوړېدو زمينه برابره کړي.
د ګلابو بڼ لرونکي وايي، د کوکنارو په پرتله د ګلابو کښت ورته هم اسان دی او هم ورته ښه عايد په لاس ورځي.
د لوشا خان په نوم يو بزګر چې د دره نور ولسوالۍ سُطن سيمه کې يې پر خپله ځمکه د ګلابو کرونده کړې وايي، د ګلابو کښت ډير اسان او ګټه يې تر نورو فصلونو ډيره ښه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن