ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګ: د تقویتي نوم لیکنې بهیر له پیل راهيسې نږدې ۱۵زره کسانو نوم لیکنه کړې ده

ننګ: د تقویتي نوم لیکنې بهیر له پیل راهيسې نږدې ۱۵زره کسانو نوم لیکنه کړې ده

author avatar
13 Jun 2019 - 18:56
ننګ: د تقویتي نوم لیکنې بهیر له پیل راهيسې نږدې ۱۵زره کسانو نوم لیکنه کړې ده
author avatar
13 Jun 2019 - 18:56

کابل (پژواک، ۲۳غبرګولی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنې توکو لېږد کې ځنډ د دې لامل شوی څو په دې بهیر کې د خلکو ګډون پیکه شي، خو تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې د خلکو ګډون زیات شي.

د رایه ورکونکو تقویتي نوم لیکنې بهیر د غبرګولي په ۱۸مه ټول هېواد کې پیل شو او ټاکل شوې چې په دې پړاو کې به د اتلس کلنۍ عمر ته رسېدلي کسان، هېواد ته نوي راستانه شوي هېوادوال چې مخکې یې نوم لیکنه نه ده کړې، يا دا چې نوم یې د رایه ورکوونکو په نوملړ که سم نه دی ثبت شوی او یا یې تذکره ورکه کړې وي، نوم لیکنه وکړي.

د رایه ورکوونکو دې تقویتي پړاو کې د هېواد په کچه ۴۵۸ او غزني ولایت کې ۲۴۲ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي او ټاکل شوې چې دا بهیر د چنګاښ تر اتمې نېټې دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ چې نن یې د ((ټاکنو ملي غونډه)) کې پر ټاکنو د څار بنسټونو استازو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې استازو په موجوديت کې خبرې کولې، وویل: ((پلان مو درلود چې د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنې بهیر په ټول هېواد کې د غبرګولي په ۱۸مه پیل کړو، خو د تخنیکي ستونزو له امله په دې کار بریالي نه شو.))

نوموړي زیاته کړه چې پوهنې وزارت په ښوونځيو کې د یوه ځانګړي محل له ورکړې اوږه خالي کړه او دغه راز امنیتي ځواکونو په ټاکلې نېټه د توکو لېږد کې له کمېسیون سره همکاري و نه کړه چې دا چاره لامل شوه څو په زیات شمېر ولسوالیو او ولایتونو کې د تقویتي نوم لیکنې بهیر وځنډېږي.

هغه په ځینو ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د مرکزونو د نه فعالېدو په اړه جزئیات ور نه کړل، خو ویې ویل چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د نوم لیکنې ټول توکي سوځول شوي دي او د زابل دای چوپان او ننګرهار شېرزاد ولسوالیو ته د نوم لیکنې توکو نه رسېدو او د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د جګړو له امله  تراوسه د نوم لیکنې بهیر نه دی پیل شوی.

د نوموړي په وینا، د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنې له پیل راهيسې، نږدې ۱۵ زرو کسانو نوم لیکنه کړې ده چې په دې کې ۹۳۵۸ نارینه، ۴۵۰۰ ښځې او ۱۱۳ نور یې کوچیان دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر وویل چې ګوندونه، د مدني ټولنو بنسټونه او رسنۍ مکلفې دي څو د خلکو پوهاوي په برخه کې له دې کمېسیون سره همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو د ټینګار کولو ترڅنګ له سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې بنسټونو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او رسنیو غوښتنه وکړه څو د عامه پوهاوي لوړتیا او د تقویتي نوم لیکنې بهیر بریا په برخه کې له کمېسیون سره همکاري وکړي.

هغې وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه کمېټه جوړه کړې څو هغه کسان چې په کمېسیون کې په فساد اخته دي او له خپلو واکونو ناوړه ګټه اخلي، وپېژنې او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهرې بیان شینواري وویل چې د رایه ورکوونکو تقویتي نوم لیکنې په تړاو د شکایتونو بهیر د غبرګولي په ۲۱مه پیل شو او تر اوسه په دې کمېسیون کې ۴۱ شکایتونه ثبت شوي دي.

په ورته مهال پر ټاکنو د څار بنسټونه او سیاسي ګوندونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون پروګرامونو پر ټکني والي نیوکه وکړه او د ټاکنو له کمېسیون څخه یې غوښتنه وکړه څو د رایه ورکوونکو نوملړ سمون، امنیتي مسایلو، بودیجې او تخنیکي برخې ته جدې پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.