د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ کې د لشکر طيبه ډلې اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کونړ کې د لشکر طيبه ډلې اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jun 13, 2019 - 12:27

اسعد اباد (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٨) :  په ختيځ کې د سيلاب قول اردو وايي چې په کونړ ولايت کې د پاکستانۍ وسله والې ډلې لشکر طيبه د  قوماندان اړونده اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيلاب قول اردو له خوا د غبرګولي په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى د دويمې پلې لوا لومړي کنډک منسوبينو تېره ورځ د کونړ ولايت اسمار ولسوالۍ د خوشحال تاله په سيمه کې د توپچي بريدونه کړي وو.

سرچينې زياته کړې، ددې بريدونو په پايله کې د پاکستانۍ وسله والې ډلې  لشکرطيبه د يو قوماندان مجيد چې په عدالت مشهور و، درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.

قول اردو وايي چې په دغه پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول بهرني وسله وال وو.

وسله والو مخالفينو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement