فراه (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٨): د فراه ولايت د خاکسفيد ولسوالۍ د رنګين اباد کلي اوسېدونکى د دې ولسوالۍ د ديوار سرخ کلي په جمعه بازار کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې ووژل شو.
نوموړى يوه اونۍ مخکې د خپل کورنۍ د غړو په ګډون ١١ تن په مرميو ووژل او ٦ نور يې ژوبل کړل.
د فراه د خاکسفيد ولسوال حاجي جمعه، پژواک خبري اژانس ته د ياد شوي کس وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې د رنګين اباد کلي اوسېدونکى ملا علي پر کلاشينکوف لومړى د خپلې کورنۍ غړي او بيا خپل ګاونډيان وژلي وو.
د ده په وينا، په دواړو کورونو کې يې پنځه مېرمنې، درې ماشومان او درې نارينه وژلي او شپږ ټپيان کړي وو.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمد نعيم، پژواک ته د طالبانو په لاس نن (جمعه) د کلي په جمعه بازار کې د ياد شوي قاتل وژل کېدل تاييد کړل.
سيمه ييزو طالبانو هم په دې ولايت کې د هغوى د محکمې له خوا د ملا علي وژل کېدل منلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن