ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٨ وسله وال وژل شوي

دفاع وزارت: په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
14 Jun 2019 - 11:45
دفاع وزارت: په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
14 Jun 2019 - 11:45

کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې په عملياتو کې ٣٨ وسله وال وژلي دي.

له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وسله والو د ځالو او د شته ګواښ،نو د له منځه وړلو په موخه ۹ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼيز عملیات، ۷۸ ځانګړي کومانډويي دندې او ۳۰ هوایي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي او هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۴ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۳۸ وسله وال وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچينه زياتوي، دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوایي ملاتړ، د زابل، پکتیکا، غزني، پکتیا، کندهار، ننګرهار، غور، بلخ، سرپل کاپیسا او کونړ په ولایتونو کې تر سره شوي دي.

سرچينه کاږي، د زابل د شاه جوى او شینکیو ولسوالیو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی او يوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلي؛ د پکتیکا د برمل، جاني خېلو او خوشامند ولسوالیو کې د حقاني شبکې اړوند ۳ وسله والو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی؛ د غزني د خواجه عمري، قره باغ او آب بند ولسوالیو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۴ تنه ټپيان او د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، همداراز د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۳ تنه ټپیان دي؛ د پکتیا د لجه منګل ولسوالۍ کې ۲ وسله وال وژل شوي، یو موټر او یو موټرسایکل لاسته راغلی او د غور ولایت په دولینې ولسوالۍ کې ۲ وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو وسله والو مخالفينو د يادې مرګ ژوبلې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.