ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحيمي: د پاکستان سفارت مخې ته خلکو سره ناسم چلند کوونکي پوليس سره به قانوني چلند وشي

رحيمي: د پاکستان سفارت مخې ته خلکو سره ناسم چلند کوونکي پوليس سره به قانوني چلند وشي

author avatar
14 Jun 2019 - 16:23
رحيمي: د پاکستان سفارت مخې ته خلکو سره ناسم چلند کوونکي پوليس سره به قانوني چلند وشي
author avatar
14 Jun 2019 - 16:23

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي، هغه پوليس چې د پاکستان سفارت مخې ته ځينې هغه کسان چې د پاکستان ويزې د اخيستو په موخه راغلي وو، وهلي ډبولي، پېژندل شوى او قانونی چلند به ورسره وشي.

يوه ويډيو چې تازه په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې او د پوليسو يو منسوب په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته يو شمېر کسان ټېل وهي، ناسم چلند ورسره کوي او يو سپين ږيری له ستوني رانيسي او پر ځمکه يې را ګوزاروي.

څلور ورځې وړاندې (د غبرګولي په ۲۰مه) لسګونو کسانو په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاريون کړى و او ويلي وو چې د پاکستان سفارت لومړى هغو کسانو ته ويزې ورکوي چې کمېشنکارانو ته يې پيسې ورکړې وي. کمېشنکاران په ۲۴ ساعتونو کې د ويزې ترلاسه کولو په بدل کې ۲۰۰ امريکايي ډالر، په درېيو ورځو کې د ويزې ترلاسه کولو په بدل کې ۱۵۰ ډالر او په يوه اونۍ کې د ويزې ترلاسه کولو په بدل کې سل ډالره اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانانو لپاره د پاکستان ويزه وړيا ده او اوسمهال پر کابل سربېره په مزارشريف، کندهار، هرات او جلال اباد کې کونسلګرۍ هم افغانانو ته د دغه هېواد ويزې ورکوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته په سلګونو کسان له خپلو ناروغانو، ماشومانو او مېرمنو سره شپې کوي، يوه اونۍ او ان ځينې بيا لس شپې او ورځې د دې سفارت مخې ته تېروي ترڅو ويزه ترلاسه کړي، خو ځيني کسان بيا په رڼا ورځ راځي او د پيسو په بدل کې تر مازديګره ويزه ترلاسه کوي.

تازه ويډيو چې ښايي د تېرې ورځې وي، د پاکستان سفارت مخې ته يو ناڅرګند کس د پوليسو د هغه منسوب ويډيو اخيستې او خواله رسنيو کې يې شريکه کړې چې له ياد پوليس سره لرګى په لاس او د ويزو غوښتونکو سره تريخ او ناسم چلند کوي.

په ويډيو کې ښکاري چې ياد پوليسو يو سپين ږيرى سړى له ستوني رانيسي او پر ځمکه يې ګوازوي.

دغه ويډيو د خواله رسنيو ځينو کارکوونکو د کورنيو چارو وزارت او کابل امنيه قوماندانۍ پر پاڼو هم خپره کړې ده.

د دې ويډيو په غبرګون کې د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د يادې وېډيو تر خپرېدو وروسته په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي چې وزارت د پوليسو بېلابېلو برخو ته جدي هدايت کړی څو د پوليسو هغه منسوب چې د پاکستان سفارت مخې ته يې څو کسان وهلي ډبولي، ونيسي.

سرچينې ليکلي: "کس پېژندل شوی او هغه سره به قانونی چلند کېږي."

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت له چارواکو سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان څه موده مخکې ويلي و چې دوى هره ورځ په ټول افغانستان کې شاوخوا څلورو زرو کسانو ته ويزې ورکوي او تر دې د ډېرو ويزو ورکولو وړتيا نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.